شهرزاد اکبر: هر څوک افغان‌ملکیان وژني؛ خو د ځواب‌ ویلو یې څوک‌نشته

شهرزاد اکبر: هر څوک افغان‌ملکیان وژني؛ خو د ځواب‌ ویلو یې څوک‌نشته


  • 2 کاله دمخه (30/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1281

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر ويلي، امريکا دې د نړيوالو ځواکونو له لوري ملکي کسانو ته د تلفاتو په اړه د معتبرو راپورونه په استناد ځواب ورکړي. 

نوموړې پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي، ټول افغان‌ملکيان وژني؛ خو هېڅوک هم ځواب‌ویونکي نه دي.  

هغه دغه‌راز زیاته کړې، چې امريکا دې په افغانستان کې خپل نقش په ژوره توګه روښانه کړي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې همداشان له امريکا څخه د جبران خسارې غوښتنه هم کړې ده.

د شهرزاد اکبر داسې مهال یادې څرګندونې کوي، چې د سي‌ان‌ان د خبر له‌مخې، چې د امريکا له لوري په کابل کې د يوه هوايي بريد په پايله کې د يوې کورنۍ نهه غړي وژل شوي دي.