افغانانو اوږده موده جګړه ولیدله، نور باید په سوله کې ژوند وکړي.

افغانانو اوږده موده جګړه ولیدله، نور باید په سوله کې ژوند وکړي.


  • 7 مياشتي دمخه (15/02/2021)
  • عارف سمیر
  • 221

 

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان له سفیر حسین افني بوستالي سره کتلي.

له بهرنیو چارو وزرات څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو په دې لېدنه کې د افغان سولې پروسې پر روان وضیعت، د روان تاوتریخوالي د کمولو پر لارو چارو، په افغانستان کې د جګړې په پای ته رسولو، او په ننګرهار کې د اسلامي پوهنتون په جوړېدو  خبرې وکړې.

حنیف اتمر همداشان له یاد سازمان مننه وکړه، چې په افغانستان کې یې د یوې اعلامیې په خپرولو سره روانه جګړه ناروا وبلله.

د اسلامي همکاریو سازمان سفیر په افغانستان کې د یوې پایدارې سولې هیله څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې افغانانو ډیر وخت په تاوتریخوالي  کې تېر کړ او اوس ددې وخت دی، چې باید افغانان له روانو جګړو نجات ومومي.

باید یاده شي، چې په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د یوې نړیوالې اجماع رامنځته کولو په موخه د هېواد دبهرنیو چارو وزارت خپلې هڅې ډېرې کړي، چې په دې لړ کې یې ځینو هېوادونو ته سفرونه هم کړي دي.