آيران د پان ايرانېزم پر لور


  • 8 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • سرور احمدزی
  • 242

 


څه موده وړاند ي ولسمشر کرزي په ايران کې په يوه غونډه کې ګډون وکړ، داسې يوه غونډه چې له نامه يې د هېواد د تجزيه کېدو بوی رآځي، داسې غونډه، چې د هېواد د 80 سلنه وګړو د حقونو او پېژندګلوۍ تر پښو لاندې کول. زه چې د داسې غونډو په اړه اورم؛ نو د دې غونډو تر شاه راته د پټو دښمنانو ډېر غټ چال ښکاري او هغه دا چې نن يې د هېواد د 80 سلنه وګړو په هويت سترګې پټې کړې او هغوی ټول یې په يوه بل پېژند معرفي کړل؛ نو سبا به بيا همدا ملت د بېلوالي تر پولې رسوي؛ لکه څنګه چې اوس مهال یې يو څه نا اهله کسان راخپل کړي او په ايراني کېدو وياړي، يانې د ايراني کولتور د عامه ولو په موخه د خپل ځان تر بلهارولو رسېږي- دلته هماغه د رضا شاه خبره رايادېږي، چې ويل یې ايران کبير. ایران غواړي نه یواځي افغانستان بلکه د منځنۍ اسیا نور هیوادونه لکه تاجکستان هم د خپل نفوذ ساحه و ګرځوي عربي هیوادونو ته یی هم خیټه په اوبو کي ایښې ده او غواړي چی په نورو هیوادو کي لکه افغانستان کي دي هم انقلابونه راشي او دغه هیوادونه دي د دوی په شان د شیعه او یا نور مشرانو لخوا اداره شي.
که تیر تاریخ ته ځیر شو داسي ټکي به د ایران له لوری ووینو په افغانستان کی چی هرڅوک یاغی شوی ایران ورته خپله غیږه پرانستی او پوځی مرستی یی د افغان حکومت پر خلاف ورکړی خو کله چی بیا هغه کس د واک ګدۍ ته رسیدلی ایران ور ته په مقابل کی بل څوک پیدا کړی او هغه یی هم دیته نه دی پریښی چی په افغانستان کی په ارام حکومت وکړی یا هم دهیواد جوړیدلو سوچ له ځان سره وکړی. 
ایران یوازی پردی ټکی بسنه نه ده کړې بلکي کلتوري . مذهبی او جغرافیوی تیری یی هم پر خپل وخت کړی چی ډیر څرګند مثالونه یی دادی . 
کله چی په افغانستان کی د ډاکتر نجیب الله اداره ونړیده او په کابل کی کوڅیز حکومتونه پیل شول نو د کابل پوهنتون د حزب وحدت په سنګر بدل شو سر بیره پردی چی ودانۍ یی ویجاړی شوی بلکی دپوهنتوی له کلونو راپدیخوا مجهز کتابتون د ایران په اشاره دوحدتیانو په لاس وسوځول شو او له ایرانه ورته فارسی او د شعیه مذهب کتابونه راوړل شول. دایران له لوری دکرزي په اداره کی هم دفارسي ژبی او شعیه مذهب څو موټره کتابونه د مرستی په ډول غیر قانونی له پولی راواوښتل او په نیمروز کی دسیمیزو چارواکو له خوا ونیول شول او ټول یی په اوبو کی واچول . دایران دمذهبی یرغل یوه غټه بیلګه د محسنی مدرسه (خاتم النبین )ده چی مکمل د ایران په مرسته جوړه شوې او د ایران له خوایی نصاب ټاکل شوی او د استادانو تنخوای یی هم پروخت ورته وکول کیږی اوپه افغانستان کی چی هره تکیه خانه یا دشیعه ګانو مذهبی ځای جوړیږی د ایران د قوم له ښار نه ورته مصرف ورکول کیږی او دغه لړی نه یوازی په کابل یا ولایاتو کی ده بلکی تره ولسوالیو اوکلیو هم اوس غزیدلی ده 
ایران په اقتصادی برخه کی هم افغانستان بی یرغله نه دی پریښی او خپله ونډه یی په ډیرغټه پیمانه اخستي . ایران په افغانستان کی ټولو شیعه مشرانو ته هدایت کړی تر څو خپل خلک له کلیو وښارنو ته ولیږدوی او دښارونوځمکی او اقتصاد دوی ته په واک ورکړی چی په دغه ورستیو وختونو کی د ځمکو پر سرجګړې هم دهمدی خبری قوی شواهد ګڼلای شو.بل غټ مالی یرغل چی شیعه ګانو د ایران په مټ کړی کړی هغه په افغانستان کی مخابراتی پانګه ده چی بی له افغان ټلی کام نه ټولی مخابراتی شبکی له شیعه ګانو سره دی 
تاسې وګورﺉ په څه چل او مکر یې زموږ مشران دېته اړ کړي، چې د اورسره ومني او په ډېر وياړ سره په داسې غونډو کې ګډون کوي، له ډېر پخوا د هېواد د ښمنانو دا طرحه په پام کې وه، چې ورو ورو یې د عملي کېدو خواته روان او که زموږ داسې مشران وي، نو بيا لرې نه ده چې ډېر ژر عملي شي او دا هېواد به خپله نوې پېژندګلوۍ په رسمي دول خپله کړي. 

تاسې وګورﺉ، چې د ا کسان په خپلو پلانونو کې دومره بريالي شوي، چې زموږ هېوادوال يې په قومونو او د ځينو په وينا مليتونو وېشلي او ځينې خو يې په ډېر وياړ د بل قوم سپکه يادوي، اوس چې دوی دومره ژور تللي او زموږ په منځ کې يې دومره نفوذ کړی، راځۍ، چې د دې ناروغۍ او وايروس څه غم وخورو کنه بيا به مو خپل تعريف او ملي هويت له لاسه ورکړې وي او د تل لپاره به مو نوم له تاريخه ورک وي.

اوسمهال افغانستان يو قوي، جدي او هوډمن مشر ته اړتيا لري، چې د هېواد مشري وکړي او په رښتیا سره د هېوادوالو د ارمانونو ترلاسه کونکی اوسي ـ هغه دا چې د همدغه ځواکمن مشر په واسطه به ټول هېواد کې د اسلام مبارک دين پلي شي او په ټول هېواد کې به د همدغه مشر لخوا حنفي فقه د هېواد رسمي مذهب په توګه اعلان شي او د نورو مذاهبو پيروان دې په خپل ځای کې د همهغوی له عقيدې او فقهې ګټه اخلي او عمل دې پرې کوي. دا ځکه چې زموږ د يووالي اصلي رېښه په اسلام کې ده او موږ بايد اسلام ته يوازې د ديني اصل په توګه نه ب لکې د هېواد د يووالي ... اصل په توګه هم وګورو.
په همدې هيله خپلې خبرې پای ته رسوم او د همدې ليکنې له لارې د ګاونډيو لخوا د هېواد د هويت په اړه خپله اندېښنه له تاسې سره شريکوم.

په درنښت 
سرور احمدزی
د افغانستان د تېرو ولسمشريزو ټاکنو نوماند