د بوش اندېښنه: د ځواکونو اېستل د امریکا لپاره ضروري نه‌دي.

د بوش اندېښنه: د ځواکونو اېستل د امریکا لپاره ضروري نه‌دي.


  • 6 مياشتي دمخه (21/05/2021)
  • خالد سهار
  • 383

د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش، له افغانستانه د سرتېرو پر وتلو ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، فکر نه کوي د امریکا لپاره اړینه وي، چې خپل ځواکونو له افغانستانه وباسي.

نوموړي دا څرګندونې له فاکس نیوز ټلویزیون سره په یوه مرکه کې کړې دي او زیاته کړې یې ده، چې د امریکایانو له حضوره پرته به په سیمه کې تشه رامنځته‌شي. 

بوش ویلي، چې د بایډن له لوري د اپریل په ۱۴ له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو له اعلانه وروسته یې له افغان مېرمنې رویا محبوب سره خبرې کړې دي.

اغلې محبوب هغه افغانه مېرمنه ده، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له ښځو سره د دې ډلې د زورزیاتي له کبله ایران ته تښتېدلې وه. 

هغه همداراز ویلي، ده آن په خپل نوي چاپ شوي کتاب کې هم دا خبرداری ورکړی چې که امریکا په افغانستان کې حضور ونه‌لري، خلا به رامنځته‌شي. 

ښاغلي بوش له فاکس نیوز ټلویزیون سره ویلي، چې له افغانستانه د القاعده ډلې د له منځه وړلو یو لوی بریالیتوب دا و چې په افغانستان کې ښځو او نجونو ته د ودې لار پرانیستل شوه.

بوش همداشان ټینګار کړی، چې دی او مېرمن یې لورا بوش به تل د افغان ښځو ملاتړ ته دوام ورکوي.

د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بشو دا څرګندونې وروسته له هغه دي، چې د دغه هېواد اوسني ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ، چې له افغانستانه خپل ټول ځواکونه وباسي.

د مالوماتو له‌مخې، چې امریکا دغه لړۍ د مې په لومړۍ نېټه پیل کړه او ټاکل شوې، چې د سپټمبر تر ۱۱مې نېټې پورې بشپړه شي.