له ځانه سره جنګ


  • 10 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • صديق الله بدر
  • 346

 سرور خپل لاسي څراغ ولګاوه او ورور ورو تاکاوۍ ته ښکته شو. ټول شيان ګډوډ او يو پربل پراته وو. له وره سره نږدې يې سترګې پر يوه غټ کتاب ولګېدې؛ راوايې خيست، ګردونه يې ترې وڅنډل او ښه شېبه يې ورته ځير ځير وکتل: (( ډېر وخت کېږي، چې درنه لرې پاتې يم، ما خو نه غوښتل، چې داسې دې ګردونو ته پرېږدم، د ډاکتر کېدو ارمان به مې همداسې په زړه کې پاتې شي...))

هغه کتاب خپلې سينې ته راجوخت کړ او څو پرله پسې ساړه ساړه اسويلي يې وکښل. هغه شېبه يې ور په زړه شوه، چې د دوه درې کاله مخکې يې د کابل د طبي پوهنتون په لومړي ټولګي کې درس وايه او ډېر ځله به ټولګيوال ترې راتاو وو او ترې پوښتنې کولې.
سرور له خپل ځان سره وبونګېده: (( اوس اوبه له ورخه تېرې دي، هله ژر شه، شی راپيدا کړه، هسې نه چې وخت در نه تېر شي.))
کتاب يې بېرته پر خپل ځای کېښود او په ځير ځير  يې اخوا دېخوا وکتل. ټول شيان يې لټ په لټ کړل له ډېر لټون نه وروسته د تاکاوۍ په بر ګوټ کې يې تر نورو شيانو لاندې، څه تر سترګو شول. موسکی شو، لاس يې وروړاندې کړ، په ډېر کړاو يې مارتول راوويست او له ځانه سره يې وويل: (( همدا يې چاره کوي، همدا يې خوله ښه ورټپوي. زه نه يم ملامت، خپله همداسې غواړي. زه بايد همداسې وکړم. د هغه خوله بايد نوره وربنده کړم، نوره نو حوصله نه ده راپاتې...))
سرور مارتول پر اوږه کېښود او کرار کرار د وره خوا ته وخوځېد. د وره ترڅنګه بيا يې پر خپل کتاب سترګې ولګېدې. ښه شېبه بيا هم کتاب ته ځير شو: (( ته خو ډاکتر کېدې، تا خو د نورو د سلامت او روغتيا لپاره درس وايه، نن څه وشول، چې مارتول پورته کوې؟ ها ووايه دا څه وشول، ها ووايه، ووايه؟))
سرور بيا هم له ځانه سره همدا ((ووايه، ووايه!)) تکرار کړه، پر سترګو يې تياره راغله، ځای په ځای کېناست. مارتول يې يوې ډډې ته کېښود او پخپله پر دېوال تکيه شو: (( نه، نه! داسې نه کوم، دا قتل دی، زه اوس هم ورسره مينه لرم، خير چې هغه راسره مينه نه کوي، يو وخت به پوه شي، اخر هغه هم انسان دی، خير دی که لږ په زړه سخت دی. نه، نه! دا کار نه کوم.))
هغه څه شېبه غلی ناست و او پر مارتول يې سترګې ګنډلې وې. په هماغه چورتي حالت کې بيا له ځانه سره لګيا شو: (( څه!!! لږ په زړه سخت دی!؟ نه، نه! داسې نه ده، هغه جابر دی، پر جابر رحم کول ناروا ده، ناروا؛ نه يې پرېدم.))
دې سره رپندی شو، ودرېد؛ خو د وجود د ډېرې رپېدا له کبله يې خپل ځان کنټرول نه کړای شو او ډېر ژر بېرته کېناست. رنګ يې سور شو، سترګې يې سرې واوښتې او له دې سره په ګډوډو لګيا شو: (( نه، نه! د رحم وړ نه دی، پر چا رحم وکړم، پر هغه، چې مور يې را ته درست عمر په سره تبۍ کېنولې وه او پر دود وهلي چای يې يوه ورځ او شپه نهره ساتلې وه.))
سرور يو سوړ اسويلی وکېښ: (( پر هغه رحم وکړم، چې مور يې راته د يوې بدکاره ښځې پر سر لومړی پر تود منقل کېنوله  او بيا يې دومره ووهله، چې اخر مړه شوه... اخ، مورجانې ما خو به دا ګڼل، چې ستا زګېروي به اخر هغه مجبور کړي، چې تا روغتون ته بوځي ... زه څه خبر وم؛ کاش، چې ما پخپله ډاکتر ته بېولې وای. اه، مورجانې! ما وبښه، ما وبښه.))
سرور خپل لاسونه سره ومروړل او په راوتلو سترګو يې لومړی مخامخ دېوال او بيا يې تر خپل څنګ ايښي مارتول ته وکتل. پر مارتول يې لاس راکش کړ: (( ښه يې ويلي: سزای قروت آب ګرم... څه! دا څه وايې، پام چې داسې ونه کړې... ښه به شي... څنګه به ښه شي... رحم پرې په کار نه دی... پر چا رحم وکړم، هغه نه اصلاح کېږي، که کېدای زما د مور له مرګه پس به اصلاح کېده او ځوانه جانه خور به مې د هغه له لاسه کور نه پرېښوده او نه تری تم کېدله. نپوهېږم هغه به چېرې وي، څه به پرې راغلي وي.))
سرور په ژړا شو، خپل وېښتان يې کلک په لاسونو کې ونيول او پرله پسې يې اسويلي وکښل: (( اخ خورجانې! ته چېرته يې، ته خبره يې، چې تر تا وروسته مشر ورور هم کور پرېښود او تر ننه يې درک نه شته، اوس ما هم کور پرې ايښی او دوې وړې خويندې مو  درانه درانه کارونه کوي او پلار بې غمه ويده دی او دکان ته هم نه دی تللی.))
سرور  خپل غاښونه وچيچل او بيا له ځانه سره بوخت شو: (( خورې! ته پوهېږې، چې همدا نن، دا نن، چې جمعه ده، هغه بېغمه په خوب ويده دی او زموږ وړې موسکا او رويا د سړک په سر خلکو ته سپېلني دودوي. کله، چې زه له هغه ځايه تېرېدم هغوی مې مخې ته ودرېدې او ويل يې، چې سهار د وخته پلار له خوبه پاڅولې او په وهلو ډبولو يې بې سبناري سړک ته ايستلې دي. خورې ته چېرته يې، زما خبرې اورې؟))
له دې خبرو سره، سرور خپلې اوښکې پاکې کړې، مارتول يې راواخيست او راولاړ شو. له تاکاوۍ نه په وتو کې بيا په سوچ کې لاړ: (( نه، نه! داسې مه کوه؛ هرڅه، چې وي وړې ورسره خوندي دي. څه؟ وړې ورسره خوندي دي، څه ډول خوندي، هره شېبه وهل ټکول، اوښکې او وينې، نه، نه! نه يې پرېدم... نه داسې مه کوه، بې رحمه کېږه مه، ولې به بې رحمه نه شم، ولې به داسې نه کوم، که نه، نن شپه به هغه بل ظلم کوي.))
سرور ورېږدېد: (( موسکا جانې! پلار څه درته ويلي وو، چې که له دکانه پرونۍ ورکې شوې پيسې نن رانه وړئ بيا مو لکه مور په تود منقل کېنوي؟ نه، نه! زه يې نه پرېدم، تاسو غوسه مه کوئ، نن د دې غمونو سلسله ختموم.))
هغه کرار کرار دروازې ته نږدې شو. دروازې ته په ورنږدې کېدو سره يې مارتول پر ځمکه خوشې کړ، ور يې بېرته کړ، چې ووځي خو ژر بېرته پښه نيولی شو: (( نه خورکيو! مه وېرېږئ. هغه تاسو نه په عذابوي.))
سرور خپل سر کلک ونيو: ((اوخو ما مه مجبوروئ که نه! دومره ترې وېرېږئ، نه، نه! بل چېرې مه ځئ. زه هغه نه پرېدم، چې تاسې وځوروي، ومې ويل که نه ما مه مجبوروئ، چې ختم يې کړم، نه نه! دا کار نه کوم، هغه مو نه وهي. څه! دا مې څه ووې، نه يې وهي، ولې به يې نه وهي، ولې به يې پر تود منقل نه کېنوي، هغه خو څو ځلې دا کار کړی، ولې خپله وړه ورېره يې، چې ډېر ژړل پر تود منقل نه وه سوځولې. نه، نه! نه يې پرېدم.))
سرور په بېړه ځمکې ته ټيټ شو، مارتول يې راواخيست او په بېړه له تاکاوۍ نه بهر شو.
***
 تېر مازيګر موسکا او رويا په نه زړه او وېره ويطره کور ته راننوتې. رويا وويلي: (( نن خو بیا چا پيسې رانه کړې. پلار به مو بيا ووهي. راځه، چې بېرته لاړې شو. پيسې پيدا کړو.))
 موسکا، چې په وېره وېره ورو ورو ګامونه اخيستل؛ کوټې ته ننوته. په کوټه کې د وينو او د خپل پلار د چغزي چغري شوي سر په ليدو چيغې کړې: (( پلار جانه! چا ووژلې؟))