پاکستان د غلام خان بندر وتړه

پاکستان د غلام خان بندر وتړه


  • 1 ورځ دمخه (29/06/2025)
  • سمسور نیوز
  • 88

د پاکستان حکومت تېره شپه ( شنبه، د چنګاښ ۷مه) د غلام خان بندر د موټرو او مسافرو تګ راتګ پر مخ تړلی دی.

د خوست د والي ویاند، مستغفر ګربز پر خپله اېسک پاڼه لیکلي چې پاکستاني چارواکو د غلام خان بندر کمیساري ته ویلي چې دا لاره به د امنیتي ستونزو له امله تر نامعلوم وخت پورې تړلې وي.

ګربز له هېوادوالو غوښتي چې تر بلې خبرتیا پورې په دې لاره له سفر کولو ډډه وکړي او بدیلې لارې وکاروي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان وخت ناوخت له افغانستان سره خپلې پولې په بېلابېلو بهانو تړي چې په پایله کې یې د افغان سوداګرو لېږدونکي موټر، په ځانګړي توګه ناروغان، له جدي ستونزو سره مخ کېږي.