غزل

2020-09-21

څــــــــومـــــــــره ژور مې زړه ته کيوتلې
څـــــــنـــــګــه زړه ور مې زړه ته کيوتلې
 
مـــــــا وې چـــــــې ښه ډېردرته وګورمه
په يو نظر مې زړه تـــــــــه کــيـــوتـــلـــې
 
يو هـــــنــګـامه مې زړه کې جوړه شوله
په شور و شــــــر مـــــې زړه تــه کيوتلې
 
مينې شتمن دې کړم خــــيرونه د ې وي
لکه سره زر مې زړه ته کــــيــــوتــــــلــې
 
واه د ښـــــــکـــــلا مــلکې څه دې وکړل
څــــه پــــه هــــنــــر مــــې زړه ته کيوتلې
 
ســــکـڼی ماښام دې راته ښه رنګين کړ
زيړ مــــازيـــــګــــر مـــې زړه ته کيوتلې
 
د ښکلا بُت دې په کې وتــــــــراشــــلــو
لـــــــــکــــــــه آذر مـــــــې زړه ته کيوتلې
٢٠٠٥\١١\٢٩
 
خيرخانه- کابل