زمانه

2020-09-21

زمانه پر مخ روانه گــــــــــــــــړنـــــــدي ده

انتظار نه کا زموږ د پــــــــــاڅــــــــــيدلو

 

ياران لاړل په چمن کي نـــــــــندارې کـــا

موږ يو پاتي لا په څير د يخنـــــــــــيولو

 

زړه دي سوړ حيات بيخونده سينه يخه

روح آرزو کړې د کالند د تــــــشولــــــو

 

په يوه پياله دي مړ قوم را بيدار کــــړه

گوره ځي  مخ د گړنگ په پريـــــــوتــلو

 

د ژوندون خزان به ټول بهار بهار شي

که ساقي وکړي همت د مي ويـــشلو