غزل

2020-09-21

دګل پـه اورشونډ ودرنګ دخوب قصه څـــــــنګه وه

زړه په ایمان ایمان ئې وایه تما شه څنـــــــــــــــــګه وه

خو نباری اوښکی دجانان  په خماري سترګو کښې

په دې قطره قطره شرابو کـــــښـــې نــــــشه څنګه وه

چه د درخو سالو ریښې ریښــــې وو پروت په چینه

دهر چنار دسره وتې ســـــــــــــره لمبه څـــــنــــــګــه وه

چرته دساندو ترنم ، چـــــرتـــــه غــــــــــــوغا دسلګو

تپوس یې مه کړه چه دیارکلي کښې شپه څنګه وه

ماپرې د د ې ویرې غږ نه کاوه چه ویښه نه شـــــي

خدایزده هـغه په داسې ډزو کښې اوده څنګه وه

اوس خو دې هم لکه پښتون وطن ګل نه ټوکــوي

هغه زما دزړه په وران کور کښې دیره څنګــــه وه

په هر ګودر ئې تسنې وسنې دمنګو کــــــــــودړي

دسالو والوپیغلو خیال څنګه خیوه څــــــــنګه وه

دسحر وینې وینې باده ماته هــــــــــــــــم ووایـــــــه

زما دشپون شپیلې کښې نن سبا ټپه څـــــــنګه وه

داسی په ځان شو تصور ئې هـــــــم کــــولې نه شو

چه حجره څنـګـه وه ، رباب څنګه نغمه څنګه وه

نن خو خبری دې بــــــــدلـــې دشـــــعـــــور دکتاب

سائله هغه دخوبو نو جـــــزیـــره څــــنــــــګــــــه وه