ستا ليک

2020-10-27

له مودو نه دې زه ليک ته منتظر وم

له مودو نه مې وه تنده جل وهلې

نن دې ليک راته يوه داسې قاصد راوړ

سپينه توره يې په لاس کې

چې له سر يې وينه څاڅي

مخ يې تور وربوز کې پټ و

او تک تور لباس يې لوند و

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

بهر تېز باران ورېږي

زه ستا ليک په غور لولم

چې قاصد له هغه لرې ملک راوړی

ستا له ليک نه ستا د زلفو خوشبو راشي

او زه غواړم چې مدهوش شم

ستا د تورو عنبرينو زلفو بوی مې

غواړم يوسي د قاف غره تر ښاپېريو

ستا څېرې ته لمر او ټول ستوري ډيوې دي

يا امېل دی ستا پر تکه سپينه غاړه

ستا خبرې تر خوږو شاتو خوږې دي

کلمې دې تر زمزمو هم پستې دي

او زه تږی ستا د دې خوږو خبرو

خو دا ټکي په دې ليک کې داسې تت دي

لکه لاس چې په رڼا باندې څوک کېږدي

او د ګوتو له کونجونو يې بڅري رابهر شي

ستا په ليک کې ځای په ځای سره څاڅکي ښيي

چې يو څوک غواړي، مانا کړي د دې ټکو وربدله

فاصله ډېره وهلې ستا دې ليک ده

او لوند شوى په باران دی

کلمې يې ګډې شوې

زه لګيا يمه، بل کړی مې د خپل زړګي څراغ دی

او نښتې کلمې جلا کومه

لټوم هغه ماناوې

چې د دغو کلمو تر شا دي پټې

چې دي ستا له زړه نه نېغې راوتلې:

نااميده مې له مينې څخه نشې

محبت به مې همېش له تا سره وي

چې اروا دې کله ستړې له دنيا شوه

زما غېږ به همېشه وي درته خلاصه