غزل

2020-09-21

د خپل زړه په ویــرانه کې درپســــــــې یم
هغه نه یم چې کــوڅه کې درپســـــــې یم

په غــزل کې په کیســــــه کې په ټپه کې
د لفظــونو په جامـــــــــه کې درپسـې یم

ستـــرګې وعــــــــړوه مخ ته دې ولاړ یم
سترګې پټې کړه تیــاره کې درپســـې یم

په سینګار کې درته سیوری سیوری کېږم
غزلمـخې په آیــــنه کې درپســـــــــې یم

د تــاوجـــنو ګلابـــي شونډو له شــــوقه
ویلی شـــــــــوی یم پياله کې درپسـې یم

خپلـــــــو اوښــکو نړولی یم شــــــرره 
په دې سینــــد په دې ویاله کې درپسې یم