غزل

2020-09-21

ځان ته مې پام نۀ ؤ د ځانه چې را اوغورځیدم
سومره تعجب ؤ يـک امـانـه چې را اوغورځیدم

پـۀ خيال پـلـوکې مې بـلها ډير اومـيدنـه جـوړ ؤ
د سـتـرګــو رپ ؤ د ګـمـانــه چـې را اوغورځیدم

د تـصور هيـنــداره لاس کښې مـې زره زره شوه
دا ستا پۀ نـۀ شتون دلړځانه چې را اوغورځیدم

زۂ بــه قـسم درتــه پـۀ دې تــوره مـکــه وکـړمـه
نور مې زغم نـۀ ؤ د خفګانـه چې را اوغورځیدم

سروره زۂ خـويې پـه دغــه پيـغـور داسې کـړمـه
لکــه زۂ سم د آوآهم اسمانـه چې را اوغورځیدم