غزل

2020-09-21

بیا مې په تا پسې قدم اغیستی
ما خو په زوره ځانته غم اغیستی

زه دې کنځلو ته هم مینه وایم
تا مې سلام والله که سم اغیستی

زه له دښمن پسې راوتی یمه
ځان سره لاس کې مې قلم اغیستی

ستا انتظار دی مطمینه یمه
ما د راتلو درنه قسم اغیستی

مینې، یو زه دې ملامته نه یم
هر سړی، فکر د غنم اغیستی

تنها دا تاته چې تصویر ښکاريږي
دا مې زحمونو ته مرخم اغیستی