غزل

2020-09-21

پخپل مرئي چي شهزادګۍ له ستوني غږ وباسي

داسي په ماباندي کوچۍ له ستوني غږوباسي

کټ ، کټ یې وخندل د زړه په سر یې وویشتمه

لکه ټوپک چي په مرمۍ له ستوني غږ وباسي

اوښکي مې نه ویني جانان راباندي نه پوهیږي

هغه وخت پوه شي چي سلګي له ستوني غږ وباسي

له ویرې نه ژاړي ما شوم د مور په غیږ کې پټ شي

چي په کوڅه کي لیونۍ له ستوني غږ وباسي

موږه نفس لرو هم ستوني خو آواز نلرو

پردي نفس باندي شپیلۍ له ستوني غږوباسي

څوک به یې وژغوري او څوک به یې آواز واوري

که د مارستوني کي مرغي له ستوني غږوباسي

زمري راویښ شي پړانګ حملي ته تیاری ونیسي

چي کله هم تږي هوسۍ له ستوني غږوباسي

کوم سلیمان په رابه پیداشي دا دیوان به بندي کړي

په تر نم به ښاپیرۍ له ستوني غږوباسي

نوم به دیار وی سعادت نور به څه ووایم

که مي یو ځل د دار رسۍ له ستوني غږو باسي

ښاغلي سعادت شعرونه - نور