غزل

2020-09-21

په جانانه محفل کې ستوري له درباره غواړې

ته ظالم نه يې چې په اوښکو کې هېنداره غواړې؟

اوس به دوخت له جانانه سفر نه څه خفه يم
ته چې  جانانه سپينه خوله په سپينه لاره غواړې

ته  دې ښکلا دشتمنۍ صدقه مه اوباسه
بياکه غريب شوې بيا به خير دخداى لپاره غواړې

زه دې دخپل جنون په اور باندې را ګرم کړمه
هسې نامه دې د جنون ده ما تر داره غواړې

زه مې نن هر څه ستا لپاره ، ستا په لار کې ږدم خو!
تلاش ته ووايه،چې زړه به له بختياره غواړې