دوه میندې

2020-09-21

مورې تا چې څوک په ګېډه ګرځولو
تکلیفونه به دې ټولو ته معلوم وي          
په زېږون یې چې له ژوند په مرګ رضا کړې
نو اوس وایه له دې سخت حالت به کوم وي
د ماشوم لویول غر اوبه کول دي
زړه د غوښې دیه، زړه خو لکه موم وي
دا منم اولاد د زړه له غوښو جوړ وي
مور د چا لور ده، دې مور خو هسې نوم وي
::::
مورې تا چې څوک ماشوم وو زېږولی
ته په هغه وې ژوندۍ، په هغه مړه وې
چې ناروغ به وو له تا به ساه ختله
چې به روغ وو ته به روغه وې، تکړه وې
چې ناوخته به راتله ماښامی کور ته
ته په ځوانه، ځوانۍ دې غم کې زړه وې
تا د هغه سرلوړی په ټولو غوښتو
که هر څو یې په خاطر باندې وړه وې
::::
اوس نو وایه ها د سترګو تور دې چېرې
د زخمي زړګي مرهم، ټکور دې چېرې
تا چې خپل قوت او خپل خوږ عمر ورکړ
د ځوانۍ تصویر، د مټو زور دې چېرې
::::
لمړی مور:
ځوانه مانه زېږېدلی ماشوم، ځوان دی
په جګړه کې دی، دې ټولو قهرمان دی
زموږ خاورې ته پردي خلک راغلي
د وطن د ازادۍ جنګ دی روان دی
په تندي مې دی ښکل کړی او لېږلی
ما په خدای سپارلی، خدای یې نګهبان دی
پرې به نږدي چې پردی بیرغ اوچت شي
بس همدا غواړي همدغه یې ارمان دی
::::
مورې تا چې څوک په ګېډه ګرځولو
تکلیفونه به دې ټولو ته معلوم وي              
په زېږون یې چې له ژوند په مرګ رضا کړې
نو اوس وایه له دې سخت حالت به کوم وي
د ماشوم لویول غر اوبه کول دي
زړه د غوښې دیه، زړه خو لکه موم وي
دا منم اولاد د زړه له غوښو جوړ وي
مور د چا لور ده، دې مور خو هسې نوم وي
::::
مورې تا چې څوک ماشوم وو زېږولی
ته په هغه وې ژوندۍ په هغه مړه وې
چې ناروغ به وو له تا به سا ختله
چې به روغ وو ته به روغه وې تکړه وې
چې ناوخته به راتله ماښامی کور ته
ته په ځوانه ځوانۍ دې غم کې زړه وې
تا د هغه سرلوړی په ټولو غوښتو
که هر څو یې په خاطر باندې وړه وې
::::
اوس نو وایه ها د سترګو تور دې چېرې
د زخمي زړګي مرهم، ټکور دې چېرې
تا چې خپل قوت او خپل خوږ عمر ورکړ
د ځوانۍ تصویر، د مټو زور د چېرې
::::
دوهمه مور:
ځوانه ما نه زېږېدلی ماشوم ځوان دی
په جګړه کې دی، د ټولو قهرمان دی
زموږ بیرغ به ان په نورو ملکو لوړ کړي
د نامه د لوړاوي جنګ دی، روان دی
په تندي مې دی ښکل او لېږلی
ما په خدای سپارلی، خدای یې نګهبان دی
زموږ بیرغ به په پردو ملکو رپيږي
بس همدا غواړي، همدغه یې ارمان دی
::::
مورې مشر زوی دې اوس په کوم هېواد دی
اوس هم هغسې خوشحاله دی، اباد دی
لمړۍ مور:
ځوانه هغه د وطن جنګ کې شهید شو
نور زما له سترګو لاړو نا پدید شو
غوښت یې ودروي بیرغ نورو ملکو کې
خو شهید شو اوس به ګرځي جنتو کې
::::
مورې مشر زوی دې اوس په کوم هېواد دی
اوس هم هغسې خوشحاله دی، اباد دی
دوهمه مور:
ځوانه هغه د وطن جنګ کې شهید شو
نور زما له سترګو لاړو نا پدید شو
نه یې غوښت چې پردي وګرځي کوڅو کې
خو شهید شو اوس به ګرځي جنتو کې
::::
نو
میندو جنګ خو له پریانو سره نه دی
له لیوانو، له دیوانو سره نه دی
نه په زمکه، زمکنی افت خپریږي
او له پاسه هم تندرونه، نه اورېږي
بیا هم مړي له حسابه پورته کیږي
د انسان د وینو سیند دیه بهیږي