غزل

2020-09-21

ستا دنظر غشي چې نه ودرېـــــــږي
ياره ! زما به اخر زړه ودرېـــــــــــــــږي

ګيلې مې ټولې خولې ته راولــــــــمه
چې موقه راشي بيا مې خوله ودرېږي

نور هر سړى ترېنه په زوږ تېــــــــريږي
زمونږ سندرو ته کـــــــاڼــــه ودرېــــږي

زمونږ دبخت مرغه خــــاونده هروخـــت
چې څنګه شي پــــــــه الوته ودرېـږي

ساحله! نوې هيــــــلې زړه ته راشــي
سپوږمۍ چې کله هم په غره ودرېــږي