پاغونده

2020-09-21

خدايه ! دا څوک د اندېښنو هر يوه درنګ ته  راځي
ځوانه  ښکلا  د  زړښتونو جوړ  بدرنګ ته راځي

چا له لمرينو وړانګو ښه د نور ګېډۍ جوړه ده
که د کابل د بام سپوږمۍ ده چې پالنګ ته رااځي

يا چې لسګونه کاله برخه د ښکلا پاتی ده
قرضدار  تقدير د ښايستونو  مې  قلنک ته راځي

که مې منګول  خوږه پسته شوله  د خيال په سـيـسـۍ
يا پاغونده ده د هلمنددپنبې  چنګ ته راځي

زما په  ړنګ  او کنډکپر روح کې به څه پيدا کړي
 د مات وزر کوتره  نه ده چې کړنګ ته راځي

يا د يلدا د شپې ډېوه ده  په پردۍ تيارو کې
  دتسليت د پاره خپل سوي پتنګ ته  راځي

يا د کوز کلي د[ څلېــر ]غاړی ته  تانده لښته
ګړئ  پر مټ  په ناز  ځنګيږي  يو، بل څنګ ته راځي

يا له [ چشن  پټي] نه ښکليې غوړاسکی غوړاسکی وږمې
د سرو [ څڼکو] د ځونډيو هر لونګ ته  راځي


يا يې په زړه  رحم نتلی دی  خيرات وباسي
 د زيارت  برخه يې راوړيې ده   ملنګ ته راځي

په زړه مې څه سړې[ پېشې] دي د ډارنو هيلو
لکه سېلۍ د پسرلي ساړه سالنګ  ته راځي

لېونی څار په ناز راتګ  يې څنګی ښکلی بريښي
لکه د غرو سيږه د کلي شنه خدنګ ته راځي

 په  دې  مالت کې خو  پردو سره اوس خپل نېشه شول
[آيشو پر کور مې ] که دا هم  خمار د بنګ ته راځي

ياشرين غواړي  له   فرهاد [ مېستربل] زر سوری کړي
د زيېړو بېرو ټولولو  ته  نورنګ  ته  راځي

داچې شمشاد او تاتره غبرګ سلامي ولاړ دي
کيږي  درخو  د ادم خان د رباب ترنګ ته راځي
 
يا ملالۍ وي  دغه دنګّه  مستانه پښتنه
چې په ميوند کې د لوېدلي بيرغ ننګ ته راځي

يا د کابل ښاپېرۍ  وتيې د شېرپور مخې ته
[بړنــز ]له  رکابه  کوزوي  د وطن جنګ ته راځي

يا يوه څربه  کوچۍ د چيغی د ډولونو مخکې
توره په لاس  ده  بيا  رټنی   دفرنګ ته راځي

 يا خو دا حوره   دغه چټه  دا افغانه  غوړګه
د ويال په خوب کې د ځوانۍ د بنګړو شرنګ ته راځي

تازه خان ويال
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مېډاوېل ـــ لندن
۱ / ۵ / ۲۰۰۸