د رباب نغمه

2020-09-21

لکه چې پړک د برېښنا
په طلايي نوکانو
د خړو ورېځو په مخ
شوکارې ولګوي
يا چې په نرمه خندا
د ماشوم ستوري وړانګې
د تورې شومې تورتم
سره دانه وانه کړي
او د رڼا په پاولو
د اسمان توره لمن سپينه کاندې
دغسې تېر وختونه
چې را په ياد شي زما
بې اختياره په خندا شم ورته
٭
لکه په ډاګ کې رېدی
له خاورو سر پورته کړي
او په ساده ښکلا يې
په کاڼو اور ولګي
خوچې پسته وږمه يې
لمن ته لاس واچوي
د رېدي پاڼې تار په تار و لوېږي
دغسې تېر يادونه
د ژوند په تور راغه کې
چې ما موسکی غوندې کړي
نو د رباب تارونه
چې سره و شرنګېږي
زما د خيال د نيا ته
د حسرتو سوی بهير راولي
٭
نه دا نغمې وې هلته
نه دا رنګين باغونه
چېرته د کاڼو منځ کې
به ګنډېری ښکاره شو
يا به له لرې تړو
د سرګردان لاروي
له خو لې لنډۍ ووته
نو ما او تا به ورته خپلې کيسې
په هغه ځای پرېښودې
٭
اوس چې عمرونه تېر شول
چې زموږ تاندې هيلې
د زمانې بادونو مړاوې کړلې
ته په يو لوري لاړې
زه بله خو ا شوم درنه
نو هغه تېر وختونه
زما د خيال دنيا کې
په ټنګ ټکور بدل شول
ځکه نو اوس چې کله
د رباب غږ زما په غوږ ولګي
هغه زاړه يادونه
مې راژوندي شي بېرته
چې د رباب تارونه
سره په خوند شرنګېږي
زما د خيال دنيا ته
د حسرتو سوی کاروان راولي