غزل

2020-09-21

ستوري چې راکوز شي نو اسمان نيمګړى پاتې شي
ته چې رانه لاړ شې زمــــــــا ځان نيمګړى پاتې شي


ستا دې ارمـــــانــــونــــــه د زړګي ياره پوره شي ټول
خير دى که زما د زړه ارمــــــان نيمــــګړى پاتـې شي


مه تويوه اوښکې که زما اوښکې رامـــــاتـــــې شوې
بيا به دا شيبې شيبې باران نيــمـــګړى پــــاتې شي


ووايه ها خلک دين لري کـــــه بـــــې ايــــمـــانه دي؟
چېرته چې خطبه،لمونځ او اذان نيمګړى پـــاتــې شي


ستا د خولې ښېراوې دې په خپل ګرېوان کــې ولوېږه
خداى مه که چې لارو کې جانان نيمګړى پاتې شــي


ولې دې زما افغانستان په زړه ځـــــايـــــيږي نــــــــه
تا نه دې رقيبه پاکستان نيــمګړى پـــــاتـــــــې شي


ما زهير ته ښکاري خــــپل ايـــمـــــــان د ايينې په څېر
پوى به شم په ځان چې مې ايمان نيمګړى پاتې شي.

د ښاغلي د محمدصادق زهير شعرونه - نور