غزل

2020-09-21

کلي کې بيا بدنـــيتــــــۍ زور واخېـــستو
شيطان د هرچا زړه کې کور واخېـــــــستو


شيطان خوشاله دى انــــسان خــــپه دى
هر يو يې وايي مونږ نه يې ورور واخېستو


يــــو ورور يــو کور کې بل سره نه اوسي
دې ټکي هــر کلي کـــــې شور واخېستو


مور يې لـــه لــــور،لور ګيـــــله منه له مور
همدې ګيلو ځــــانـــلـه ښه سور واخېستو

رقيبه!ته هم د شيــــطان ورور ښکـــارېږې
له لاسه ستا کې ګــوګـــــل اور واخېستو


((منصوره))!ځان دې کــــــړه تيار مرګي ته
تره دې ټوپک رقيب نه پــــــور واخېـــــستو

ښاغلي د ولي الله منصور شعرونه - نور