ته زما د ژوند په لاره

2020-09-21

د یو ورک لاروي په شان ته
چې له کوم پلو راپیښ شوې
مسکو سترګو باندې پروت دې
یو ماشوم شان ته جهان ؤ
د خوږلوټې مینې ډک ؤ
هر پړاو ېې بیل داستان ؤ
غزیدلې پکې لارې
د رازونو،د نیازونو
له طور غره هان تر معراج وې
د سپیڅلې ښکلا میره
لکه څکلي ېې شراب وي
د کوثر په کنډولونو
څه مغروره شان خوماره
په تک سپین مخ دې اوده وه
چې لړۍ ېې د ریشتې وه
هان تر لمره رسیدلې
هم راپټ دې سرکو شونډو
د حسین له وینو رنګ ؤ
د مسکا خوی دې ؤ تللی
کټ مټ رنګ کې تر یوسفه
ستا وړې وړې خبرې
لکه سُور چې یاغي شوی
د سیتار له هر یو تار وي
هر یو توری ېې شاعر ؤ
وریدې ترینه سندرې
پکې نغښتی هرتصویر ؤ
د بدرۍ سره د مینې
فلسفه دې وه د زهن
له لقمان سره نښتې
زما هوش نه خو نو ځکه
بوټ زړګی دې ؤ ویستلی
هکه پکه وم درپاتې
ته هم ورو ورو زمازړه ته
د قوسین له حد راتیر شوی
خو بس دریغه چې دا څرنګ
فیصله دې پټه وکړه
که دې کومه وړه حوره
لکه خوب کې ولیدله
داسې زر چې ورته تیر شوې
له خپل ځانه، له جهانه
نه دې څلی راته پریښو
چې پرې ژوند مې بلینډه کړم
نه هم شناختې دې ولاړې
لکه ستوری د ماښام وې
دوه شیبې دې زندګي وه
او په خپله مخه لاړې