غزل

2020-09-21

پـوهـېږې اوس مـې څنګـه بې لــه تـانـه زنـدګـي ده ؟
جـــــانـانـه! وه جــــــانـانـه! بـلا ګــــرانـه زنـدګـــــي ده

د سـترګـو لـه يـو رپ سـره يـې څـو کـسـو نـه واخلـي
ددې وطــــن د خــلکـــــو څــــه ارزانــه زنـدګــــي ده

پښـــتون يـې چــې ونـه ګـڼـې کـوم بل څـه ورتـه وايـه
د چــا چــې بــې حـجــــرې او بـې اذانــه زنـدګـــي ده

چې يار يې وي ، کـوکـنار يې وي او رحم پر خوارانو
د داســې خـلـکــو بـالــکل بـې ارمــانـه زنـدګــي ده

بـې مـينې ، بـې لــتـانـه ، بـې لــــه يـاده دې جــــانـانـه
بـې عقـلــه او بـې روحـــه بـې وجـــدانـه زنـدګي ده

چـې نـه پـکې عـزت وي ، نـه غـيرت او نـه مــــېړانه
هـغـــه ګـــورئ مـلګـــــرو بــې ايـمــــانـه زنـدګـي ده

ســره له دې چــې ډکــه ده لـه رنـځــــه فضـليـاره
خـــو بيـا هــم ګـــوره مـينه څـه کامـرانـه زنـدګي ده