غزل

2020-09-21

چې نظريه لري نظر نه لري
لكه چې څوك د كاله ور نه لري

وخته په كوم صف كې دې ودرولو
په سر كې هاغه دې چې سر نه لري

مونږه د ورځې هم ډيوې بلوو
زموږ د برخې اسمان لمر نه لري

ښځه به وي خو پښتنه به نه وي
چې برقه نه لري، څادر نه لري

زمونږه زمكې كارېزو وخوړې
زمونږه غرونه هم نښتر نه لري

ښاغلي حسين احمد صادق شعرونه - نور