غزل

2020-09-21

بې د اجازې دزړه دننه سړى راشي
وکړمه ترې څو ځله مننه، سړى راشي


څنگه غم ونه پالم څنگه ځاى ورنه کړمه؟
دالکه بې کوره بې وطنه سړى راشي


مياشت چې شي پوره کلى کې وايى دا
نن به يو بې روحه، بې بدنه سړى راشي


شته ډيرې ناخوالې چې دزغم نه دي
مثلاً ، له کلي بې دېدنه سړى راشي


هو د ښکلو چم لکه وطن د افغانانو!
ورشي ښه خوشاله خو غمجنه سړى راشي