غزل

2020-09-21

نور دې په هجران کې سوځېدی نه شم
ياره وفاداره لېونی نه شم

ما خو دې پېلوزو سجده کړې ده
چا ته روهيالی چاته پردی نه شم

ماد سرو گلابو شراب څښلي دي
څنګه يې وږمو ته اورنی نه شم

ستا سرو اننگو نه خولو سين جوړ کړ
دا بېړۍ دعشق مې دروی نه شم

څوکې دسا حل مې ورته گډې کړ ې
لمره ! ته شاهد يې درېدی نه شم

اوس مې د لمر زغرې اغوستې دی
تندر او طو فان کې و رکېدی نه شم

دا پانوس دې مه وژنه چې ورک نه شو
باز دهندو کش يم پردېسی نه شم

بيا به اباسين په غورځنگو راشي
دا ځل ئې امو کې ټينگوۍ نه شم

بيا به ځي خپه زاڼې کږې  وږې
زه چې " توتاخېل"  خوشحالوی نه شم

ښاغلي رحمان ګل توتاخېل شعرونه - نور