غزل

2020-09-21

چې عشق راوښوده د ميـــــــــــــنې د رازونو ژبه
اوس سره وايو مونږ د سترګــــو او د زړونو ژبه
خدايه باران د كــــــــــوثـــــــــــــــــري ميو راووروه
له مودو وچــــــــــــــــــه ده له تندې د وختونو ژبه
چې مې د هجر شپه په ساندو او په وير تيره شي
ځكه مې زده كـــــــــــړه د بــــــــلبل د فريادونو ژبه
زما د روح د تــــــــــــږي ذوق تنده پرې تل ماتيږي
ګونګه يې مه كړې د شپونكي د تورو غرونو ژبه
اقباله تايې چې لـــــــــــــــه درد سره ياري كړې ده
ځكه غزل دې شو د تــــــــــــــــــــــــاندو پرهرونو ژبه