د منصور وينه

2020-09-21

اوښـکـه د کـبـاب وم پـه انـګـار وڅــــڅـیـــــــدم

پــرخـــه د ګـــلاب ومــه پـــه خــــار و څــخــیــدم

قــتــل یــی کــړم ځـکه زه د سـپین مخ په رومل

څاحکی د خولی وم رخــــسار وڅــــڅـــــیــــــدم

پروت وم د قسمت ځیری لمن کی بخت کتــل

بـــرخـــه د غــریـــــب  ومــه پـه لار و څــڅـیــدم

وحـتـه، سـاتـه یـاد کی چی نن زه د ــق پـه لار

ویـنـه د مـنـصـړر ومـه پـه دار و څــڅـــــیـــــدم

خیال می کړه رنګینه دا سپیره دنیا پـه شــعر

ټـــکـــی د نـــشـــی وم پـــه خـمـار و څـــڅــیــدم 

نـــه شــومــه ډیـــوه د محلونو د بـــزمــونـــــــــــو

شـمـع د مـــــــراد وم پـــه مـــزار و څـــــڅـــیـــدم