دا دی دا کال هم تېر شو!

2020-09-21

 دادی دا کال هم تېر شو

بیا هم د تېر په شانتې
ناست یم شوګيرکومه
قلم په لاس له ارمانونو سره
لګیا یم ویر کومه
خو ته معلومه نه شوې
لیونۍ وایه څه شوې؟

دا دی دا کال هم تېر شو
بیا هم د تېر په شانتې
د نوی کال اوله ورځ
یو ځلې بیا نمانځمه
خو ته خبره نه یې
چې دا ځل څنګ تېرېږې!؟
په ما په غم تېرېږې
لکه ماتم تېرېږې

دا دی دا کال هم تېر شو
بیا هم د تېر په شانتې
بیا انتظار وکړمه؟
بیا ځان په اور وسیزم؟
بیا ژوند په دار وکړمه؟
بیا به وعدې کوې ته؟
بیا به راځې کنه ته!!؟
دا ځل رښتیا ووایه 

دا دی دا کال هم تېر شو
بیا هم د تېر په شانتې
دا ځلې راشه بس دی !
نور زړه کې شور نه لرم
لیونی کېږم زیاتي
نور زړه کې زور نه لرم
نور له هر څه پاتې یم
بس! څه نا څه پاتې یم

دا دی دا کال هم تېر شو
بیا هم د تېر په شانتې
درته یو خط لېږمه
دا اخري خط به وي
نور درته خط نه لیکم
ښه ورته فکر وکړه
ښه یې له زړه ولوله
ټوله کيسه ولوله

دا دی دا کال هم تېر شو
بیا هم د تېر په شانتې
شاعري هم پرېږدمه
کیدای شي دا ځلې زه
زندګي هم پرېږدمه
نور په لمبو د هجر
وجود مې نه سوزوم
نورمې په خداى وسپاره
نوره دې خداى ته سپارم