د انالحق ناره یې کړې تماشه خوره ده
بیابه منصور په دار کوې،بیا هنګامه خوره ده
هغه له مانه ورخطا،زه له هغې ورخطا
د وصال شپه ده په رګو کې مو نشه خوره ده
ته له هجومه تنګه زه له اضطراب او خلوت
بنده کوټه ده، ډېوه مړه ده، اندېښنه خوره ده
د بې وسۍ د انتها حد ته کوم نوم ورکړمه؟
وجود زما دى څنګه ساه پرې د هغه خوره ده
د مخ تصویرمې پکې ځکه صفا نه ښکارېږي
ګرد او غبار زما د ژوند په ائینه خوره ده
نور د ملا په تعویذونو باندې هیڅ نه کېږي
فطرته! اوس د ارمانو مې جنازه خوره ده