پاکستاني رسنيو راپور ورکړی چې د دغه هېواد لومړی وزير شهباز شريف، د بهرینو چارو وزير اسحق ډار، د دفاع وزير خواجه اصف او د پوځ مشر جنرال عاصم منير له هند سره د جګړې له لومړۍ کرښې ليدنه کړې ده.
د راپورنو له مخې، شهباز شريف له نږدې راتلونکي کې د هوايي پوځ له اډو او ځواکونو هم ليدنه وکړي.
دغه ليدنه داسې مهال کيږي چې د شهباز شريف سیال نرېندرا مودي هم تېره ورځ له خپل هوايي ځواکونو سره ليدلي وو او مننه یې ترې کړې وه.