ځانګړی  او ملي هويت

ځانګړی او ملي هويت


  • 2 کاله دمخه (07/10/2021)
  • ډاکتر نور احمد خالدي _ژباړه: سیلاني
  • 988

 

 

انسانان نفوسي ( د موګرافيکي ) هويت ته په کتو په بېلابېلو ډلو وېشل کيږي او يو له بل څخه بېليږي.که چېرې موږ په ټولنه کې له کوچني واحد ( غړي ) څخه پيل او تر ټولو لوی واحد ( انسان يا بشريت )  باندې يې پای ته ورسوو، لکه څنګه چې ښاغلی سيف فاضل ګروهمن دی، چې يو انسان د بېلابېلو هويتونودرلودونکی دی، لکه؛  ځانګړي هويت ( احمد/ ناهيد... )، جنسي هويت ( نارينه / ښځينه )کورنی هويت ( شريفي، اميري... )، ديني هويت ( مسلمان،هندو ، عيسوي...)، مذهبي هويت ( سني / شعيه...)، سيميز هويت ( د همزنګي/ شهرنوي...)، ښاري هويت ( چاريکاري/ کندهاري، هراتي ...)، سمتي هويت ( قطغني/ پکتياوال ...)، قومي هويت ( پښتون، تاجک، هزاره...) ملي هويت ( افغان، جرمن، روس...) قاره يي هويت ( اروپايي، افريقايي ...)، جيوپوليتيکي هويت ( شرقي، غربي ...) نژادي هويت ( سپين، تور...)، طبيعي هويت ( انسان ) ....  دا په داسې حال کې ده، چې پښتون تاجک، هزاره او ازبک... قومي هويت په خپلو کې دوينو اړيکې لري. د ملي هويت ( افغان ، روس  جرمن ...) درلودل ديوکس تابعيت يوې ځانګړې سياسي جغرافې او هېواد ته اړوند ښايي...

په اوسني عصر کې د نړۍ  ټول هېوادونه دبېلابېلو ټبرونو څخه جوړ شوي دی. په دغو هېوادونو کې يو شمېر داسې هېوادونه هم چې نومونه يې د هماغه هېواد د لوی ټبر په نامه نومول شوي دي، لکه : ترکان، روسان، هنديان، فارسيان، انګليسان....

1. په ۱۷۸۲م کال د تيمورشاه د واکمنۍ پر مهال، جورج فوستر د افغانستان څخه د تېرېدو پرمهال د افغانستان هېواد او ملت يادونه کړې ....(  جورج فورستر، مسافرت از بنګال به انګلستان از طريق شمال هندوستان،و افغانستان، فارس او روسيه، چاپ لندن، ۱۷۸۹ م )

2. په ۱۷۸۹ م کال د قاجاري دولت لوی وزير په خپل يو رسمي مکتوب کې  دافغانستان  د نوم  يادونه وکړه،( صديق فرهنګ، افغانستان در پنج قرن اخير ) 

3. په ۱۷۸۹ م کال د شاه زمان لوی وزير؛ وفادار خان، د قاجاري دولت لوی وزير د رسمي مکتوب په ځواب کې د افغانستان د نوم يادونه کوي. ( صديق فرهنګ،افغانستان در پنج قرن اخير ) 

4. په ۱۸۸۰ م کال د انګليسي او قاجاري دولت ترمنځ په يو تړون کې د افغانستان هېواد يادونه شوې ده، ( محمود محمود، تاريخ روابط انګليس با ايران در قرن نزدهم ) 

5. په ۱۸۰۹ م کال الفونستون د افغانستان هېواد څخه يادونه کوي،( مونتستوارت الفونستون، ګزارش سلطنت کابل و قلمروهای تابعه ان در فارس، کشمير و تاتاری ، چاپ لندن ۱۸۴۲ م)

6. په ۱۸۳۷ م کال قاجاري شاه د هرات د محاصرې له ماتې وروسته په خپل منشور کې د افغانستان هېواد  يادونه کړې. ( محمود محمود، تاريخ روابط انګليس با ايران در قرن نزدهم .) 

7. په ۱۸۳۸م کال د برطانوي هند وايسرای  د افغان او انګليس له لومړۍ جګړې څخه مخکې د افغانستان نوم ياد کړی دی. ( صديق فرهنګ، افغانستان در پنج قرن اخير ) او همدارنګه 

8. د عثماني ترکيې د سياسي جغرافيې په نقشه کې چې همدا اوس هم د استانبول په موزيم کې خوندي ده، د ابدالي افغانستان د امپراطورۍ يادونه پکې  شوې ده.مګر په افغانستان د ننه نورو ټبرونو يا اقوامو  يو پښتون ته (( افغان )) او هېواد ته يې ( د کابل جنوب څخه تر سند دريا پورې )  د افغانستان په نامه نوم اخيسته . دا ډول برداشتونه د سيف هروي ( کتابهای تاريخچه هرات ) او د ظهر الدين بابر ( بابر نامه ) کې چې د بابر د زمانې واقعات ( د ۹۳۶ تر ۸۹۹ کلونو پېښې ) پکې منعکس شوي دي، هم يادې شوې دي . همدارنګه د کابل په دربار کې د حبيب الله خان تر واکمنۍ پورې پښتو ژبه د افغاني ژبې په نوم يادېده. دا په داسې حال کې ده چې پښتانه خپل ټبر (( پښتانه، پختانه )) او خپله ژبه (( پښتو يا پختو )) نوموي، خودافغان کلمې عموميت ته په کتو، پښتانه دا کلمه د خپلو پېژندنو لپاره هم کارولې، کره بېلګه د خوشحال خان خټک او رحمان بابا په شعرونو کې ليدلی شو.

له سيف فاضل څخه په فېسبوک کې نقل شوي دي؛(( د افغان له کلمې سره د نسبتي ( ی ) کارول د ګرامر په لحاط؛ هر هغه څيز يا شی چې افغان پورې تړلی يا نسبت ورته ورکول شوی وي. مګر ددې کلمې نسبت اشخاصو ته ناسم کار دی، د افغان لغت يو خاص نوم او فاعلي صفت لري. د افغانستان له کلمې سره د نسبتي ( ی ) له يوځای کېدو افغانستاني  کلمه راسته راځي، دا هم همدارنګه هغه  څه چې افغانستان ته يې نسبت شوی وي. افغانستانی يا افغانی هغه چاته ته ويل کيږی، چې له بهره د افغانانو له خاورې سره اړيکه يا هم نسبت ولري.يعنې دا خاوره اصلا د افغانانو ده، مګر افغان نه يم، ناچاره نوموړو وګړو او هېواد سره يې د اړيکې په درلودو او نسبت اعتراف کوم.

د افغانستان د وګړو ملي او قومي هويت د ۲۰۰۳ م کال نافذ شوي اساسي قانون په ۱۴ ماده کې داسې پېژندل شوی دی ؛ (( ملي حاکميت په افغانستان کې افغانانو پورې اړه لري، چې کله يې په مستقيمه توګه او کله يې هم د خپلو استازو په واسطه کاروي. د افغانستان ملت د هغو وګړو څخه عبارت دی؛ چې د افغانستان تابعيت ولري. په افغانستان کې شته اقوام عبارت دي له: پښتانه، تاجک، ازبک، هزاره، پشه يي، نورستاني، ايماق، عرب،بلوچ،ترکمن، قرغز، قزلباش، ګوجر، براهوي... د افغانستان هر وګړي  ته د افغان کلمه کارول کيږي. )) 

لکه څنګه چې ليدل کيږی، دوګړو قومي هويت په اساسي قانون کې خوندي دی، د ملي هويت بنسټيز شرط د افغانستان تابعيت دی،نه کوم قومي عنصر. نو په دې اساس تر کومه چې ددې خاورې نوم افغانستان دی، بې له شکه وګړي يې افغانان دي. په دې برخه کې د افغانستان داساسي قانون څخه سترګې پټول او همدارنګه هر ډول نورې قومي هڅې بې پايلې دي، چې داکار پرته  له تنفر او ستونزو بل څخه نه زېږوي .