له مخالفینو سره جوړ جاړی او دځینو کسانو اندیښنې


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • سپیڅلی زرمتی
  • 320

افغان ولسمشرحامدکرزی تیره اوونې ددوو اړخیزو خبرو اترو ترڅنګ په دې هیله سعودي عربستان ته لاړ چې د اسلامي نړۍ د بانفوذه هیواد په توګه به داهیواد په افغانستان کې د دولت له خوا د سولې له اعلان شوي پلان سره مرسته وکړي .سعودي عربستان د نړۍ یو له هغو دریو هیوادونو څخه دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی وو.او له هغوی سره یې نسبتآ ښې اړیکې لرلې .
د سعودي عربستان چارواکو دافغانستان په اړه دلندن کنفرانس د دایریدو په وخت کې ویلي  و،چې حاضردي د افغانستان د حکومت اود وسله والوطالبانوترمنځ د روغې جوړې لپاره منځګړتوب وکړي خو شرط دا دی چې طالبان به ځان له القاعده شبکې چې په نړۍ او په ځانګړې توګه په اسلامي هیوادونو کې دتروریستي فعالیتونو په ترسره کولو تورنه ده، رابېلوي .
سعودي عربستان ته دافغانستان جمهوریس په داسې حال کې سفر کوي چې په افغانستان کې د سولې لپاره هلې ځلې تربل هروخت ګړندۍ شوې دي او د لندن په کنفرانس کې هم  دنړیوالې ټولنې له خواد دغو هلوځلواو دملي روغې جوړې په اړه دافغان دولت له پلان څخه بشپړملاتړ څرګند شو.
طالبان ترهرډول خبرو اترو مخکې له افغانستانه د ټولو لوېدیځو ځواکونو وتل غواړي، خووروسته له دې چې دامریکې ولسمشربارک اوباما دافغانستان او پاکستان په اړه دخپلې نوې تګلارې داعلانولو په وخت کې وویل چې امریکايی ځواکونه به تر راتلونکو اتلسو میاشتو پورې له افغانستانه وتل پیل کړي ، په حقیقت کې یې په غیرمستقیم ډول له دې هیواده د ځواکونو د ایستلو مهالوېش اعلان کړ چې وروسته څو نورو هیوادونو هم ورته څرګندونې وکړې .له بلې خوا ددولت یوبل وسله وال مخالف ګلبدین حکمتیارهم دسولې لپاره نسبي خوشبینې څرګنده کړې ده
چې دا ګامونه او څرګندونې په افغانستان کې دسولې راوستو په لاره کې دافغانانو هیلو ته درسیدو په برخه کې مثبت ارزولی شو او موږ دسولې راتلونکې ته لا هیله من کوي.
خو ددې ترڅنګ یوشمیر کسان او ځینې کړۍ له وسله والو طالبانو سره دروغې جوړې بهیر ته دشک په سترګه ګوري له یوې خوا دا بهیر روښانه نه بولې او له بلې خوا دا اندیښنې هم څرګندوي چې ګني له وسله والو طالبانو سره روغه جوړه به په څو وروستیو کلونو کې دافغان دولت په لاس ته راوړنو منفي اغیزه ولري دبیان ازادي ته به زیان ورسیږي په ټولنه کې به دښځو اوسنی دریځ زیانمن شي او په یوه خبره کې افغانستان به بیرته داتو کلونو مخکې دوران ته ستون شي.دغه کسان داهم وایي چې وسله وال طالبان له تنظیمونو سره دجګړې پرمهال او بیا دخپلې واکمنۍ په وخت کې په ډیرو بشري ضد جنایتونو تورن دي که له دوی سره روغه جوړه وشي او بیا په واک کې راګډ شي په افغانستان کې به یوځل بیا عدالت ترسوله قربان شي.او دهغو کسانو حق به ترپښو لاندې شي چې په دغه دوران کې پرې ظلمونه شوي دي.
سره له دي چې یوشمیر دغه اندیښنې پر ځای دي او افغان دولت باید دځینو دغو کسانو پوښتنو ته ځوابونه ووایي او له وسله والو مخالفینو سره دروغې جوړې تګلاره داسې تنظیم شي چې ټولو ته روښانه وي او دځینې کسانو ولو که لږکي هم وي اندیښنو ته ځواب ووایي .
خو تر کومه ځایه چې ټولو ته روښانه ده ځینې دغه اندیښنې غرضي هم دي یو شمیر دغه کسان په تیره شمال بدنامه ټلواله دافغان دولت هر ګام ته دشک په سترګه ګوري او دردولو لپاره یې دلایل لټوي .څرګنده ده چې دافغانستان له جګړو څخه ستړي خلک تر بل هروخت سولې ته اړتیا لري که یوازې درسنیو له خولې دهره ورځ خپرو شویو شمیرو ته نظر وکړو وینو چې هره ورځ دهیواد په مختلفو سیمو کې زموږ څومره وطنوال دجګړو قرباني کیږي زموږ خلک دجګړو له امله له څومره بې شمیره ستونزو سره مخ دي . داسې ورځ به نه وي چې زموږ دهیواد په یوه کلي هوایي بریدونه نه وي شوي داسې ورځ به نه وي چې زموږ دهیواد په یوه ښار کې ځانمرګی برید نه وي شوي  ددغو بریدونو قربانیان څوک دي ؟په دغو زیاترو بریدونو کې زموږ بې ګناه وطنوال وژل کیږي.زما په باور اوس تربل هروخت لازمه ده چې موږ ټول دجګړې دتورې بلا دورک کولو لپاره ریښتینې هلي ځلي وکړو.
داچې ځینې کسان وایي چې د دولت وسله وال مخالفین په بشري ضد جنایتونو تورن دي او باید حساب ورسره وشي داښه خبره ده ترڅو چې موږ پخپل وطن کې دجګړې له جنایتکارانو سره حساب ونه کړو او هغوی دعدالت محکمې ته راکش نه کړو په هیواد کې دجنایتونو مخه نه شو نیولای.خو یوې خبرې ته توجه په کار ده ،هغه داچې نه یوازې ددولت وسله وال مخالفین په بشري ضد جنایتونو تورن دي بلکې دافغانستان دتیرو دریو لسیزو په جګړو کې ښکیل اړخونو باندې هم د بشر ضد بې شمیره جنایتونو تورونه دي دافغانستان خلکوپه تیرو څه باندې دیرشو کلونو کې په کلیو ړندې بمبارۍ او بیا په کابل کې دتنظیمي جګړوشوي جنایتونه او دمسعود رباني له خوا دکابل دیو شمیرخلکو ټولوژنه او وروسته دطالبانو او تنظیونو دجګړو پرمهال شوي جنایتونه نه دي هیر کړي.او دا ټول باید خلکو ته حساب ورکړي خو اوس چې وطن دجګړې په لمبو کې سوځي او زموږ ډیر دې ته ورته کارونه ځنډیدلي دي په کار ده لومړی په هیواد کې دسولې تامینولو ته ډیره پاملرنه وشي او ترڅنګ یې دقوانینو یوډول عملي کولو ته هم توجه وشي .
څرګنده ده چې دځینو کسانو دا ډول اندیښنې او په ځینو مواردو کې مخالفت دسولې روان بهیر زیانمنولی شي .په کار ده ټول په ګډه په هیواد کې دسولې او ټیکاو دراوستو لپاره هلې ځلې وکړو او په دې لاره کې هرډول پلمې او ناغیړۍ له منځه یوسو.