ایران وایي، ملابرادر سره نږدې اړیکې لرو، خو له طالبانو سره مرستې نه کوو.

ایران وایي، ملابرادر سره نږدې اړیکې لرو، خو له طالبانو سره مرستې نه کوو.


  • 11 مياشتي دمخه (21/12/2020)
  • کامران احمدزی
  • 316

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، ملا برادر سره نږدې اړیکه لرو، خو طالبانو ته درمل او وسلې نه ورکوو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، امریکا باید په افغان سوله کې اسانتیا رامنځته کړي، نوموړي له یو افغاني ټلویزون سره په مرکه کې ویلي، طالب یوه ډله ده چې ترهګریزې پېښې کوي. تر اوسه په قوانینو کې طالبان ترهګر بولو ځکه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په اصولو کې ترهګر دي. نوموړي د ایران او افغانستان اړیکې نه شلېدونکې بللي او په افغان سوله کې یې د لا ډېرو همکاریو ډاډ ورکړی. جواد ظریف د خبریال د هغې پوښتنې په ځواب کې چې په ایران کې د طالب چارواکو کورونه شته که نه، بې خبري ښودلې، خو ویلي یې دي، چې  طالبان د هغو څو ایراني ډېپلوماټانو وژلو له امله چې مزار کې یې ووژل نه بښو او نه یې هیرو.  د هغوی په وړاندې پوځي چلند د افغانانو په زیان ګڼو. نوموړي دا هم ویلي، چې له ملا برادر سره نږدې اړیکي لري، خو له طالبانو سره مرستې نه کوي.

ایران د ځېنو افغان سیاسونو له لوري وخت ناوخت په افغانستان کې په روان وضیعت تورن کیږي، خو ایرانی لوری بیا دلته د یوې ریښتنې سولې په راوستو کې د مرستو ژمنې کوي