په جرمني کې د پښتنو ټولنیز ولسیز ګوند درنو ملګرو!


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • شهسوار سنګروال نیازی
  • 524

خبر شوم چې ستاسو په همت او کړوا د تېرې میاشتې په پنځلسمه نېټه د پښتنو د یوالي پرتمین جشن ونمانځل شو.  د ویاړ ځای دی چې دا خاوره  د تاسو په څېر پیاوړي ځامن لري  چې له ګران هېواد نه زرګونه میله لرې  د ولس د یوالي ارمان لمانځي.  له بده مرغه چې ما ستاسو د مهربانۍ بلنه  د جشن  نه نږدې یوه میاشت  وروسته ایله دوه ورځې مخکې تر لاسه کړه. د دې لامل کېدای شي دا وي چې په دې وروستیو کې برتانیه کې د پوستې مامورینو پراخ اعتصاب درلود چې د پوستو د ځنډ لامل شو. زه هیله لرم چې که ژوند ملګرتیا کوله په راتلونکي  جشن کې به مونږ له لندن څخه هرومرو ګډون کوو. تاسې ته د دې ستر کار  په ترسره کولو یوځل بیا امبارکي  وایم.
تاسو دې خدای لري

شهسوار سنګروال نیازی
د افغان ادبي جرګې مشر  لندن