کندهار کې د ۶۲ وسله والو طالبانو وژل کیدل

کندهار کې د ۶۲ وسله والو طالبانو وژل کیدل


  • 9 مياشتي دمخه (05/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 345

ملي دفاع وزارت وايي په کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې ۶۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان دي.

د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي شوي چې دغه عملیات د کندهار ولایت په ارغنداب، پنجوايي او ډنډ ولسوالیو کې ترسره شوي چې له امله یې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د خبرپاڼې له مخې په دغو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو دوه پټنځایونه له منځه وړل شوي او ۸۳ کړۍ ماینونه، وسلې او مهمات یې کشف او له منځه وړل شوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.