د كبير فكر او عصر


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • عبدالباري جهاني
  • 339

كبير د هند له هغو لويو صوفي شاعرانو څخه دى چي د هند د ادبياتو د تقريباً ټولو څېړونكو او ليكوالانو غوږونه يې له نامه، ژوند، افكارو او اشعارو سره آشنا دي. خو موږ ته د ده په قلم ليكلي اشعار او آثار پاته نه دي، او څه شعرونه چي هغه ته منسوب دي هغه ټول د ده له وفات څخه لږ يا ډېر كلونه وروسته د هغه پيروانو ليكلي او يا سينه پر سينه نقل كړي دي. طبيعي خبره ده چي په دې صورت كي به ډېر زيات، حتى په سلګونو شعرونه هېر سوي او ورك سوي وي او دغه راز به ډېر شعرونه نيمګړي سوي، پيوند سوي او يا حتى په بشپړه توګه بل چا ليكلي او كبير ته منسوب كړي وي.
د كبير ژوند تقريباً ټول په تياره كي دى؛ نه د هغه د زېږېدني كال او حتى لسيزه چاته په دقيق ډول معلومه ده، نه يې د وفات كال او ځاى چا ته معلوم دى او نه دا په دقيقه توګه معلومه ده چي هغه خپل ژوند چېري تېر كړى او اصلاً چېري زېږېدلى دى. تر ټولو په زړه پوري خبره لا دا ده چي د هغه مذهب هم چا ته معلوم نه و او تر وفات وروسته مسلمانانو غوښتل چي هغه خاورو ته وسپاري او هندوانو غوښتل چي هغه وسوځي.
د كبير د ژوند په باب معلومات زياتره له هغو افسانو څخه تر لاسه سوي دي چي د هغه مريدانو او پيروانو يا جوړي كړي يا اورېدلي دي.
د دبستان المذاهب ليكوال هغه بېراكيانو ته منسوبوي او وايي چي بېراك په لغت كي طلب ته وايي او دا هغه ډله ده چي دنيا يې ترك وهلې او عبادت يې هغه بيتونه دي چي د بشن او د هغه مظاهرو ته، چي رام او كرشن او د هغه امثال دي وقف سوي دي .
بل ځاى ليكي چي كبير جولا نژاد د هند له مشهورو موحــدانو څخه دى او هغه
يو بېراكي و .
د كبير د ژوندانه په باره كي پر دې يوه حقيقت باندي اكثر څېړونكي موافق دي چي وايي هغه د پنځه لسمي پېړۍ په شا وخوا كي په بنارس كي ژوند كاوه او يو جولا و .
ډېر محققين د كبير د ژوند د تاريخي پېښو په ارتباط دې نتيجې ته رسېدلي دي چي د هغه د زېږېدني كال به 1425 او د وفات كال به يې 1505 وي .
دا چي كبير به كله زېږېدلى او كله وفات سوى وي او په ژوند كي به يې نور څه ورته پېښ سوي وي، زموږ د بحث موضوع نه ده، بلكه موږ زياتره غواړو چي د هغه د اشعارو يا سرودونو پر موضوع او دغه راز د دغو سرودونو پر اجتماعي ضرورت باندي وږغېږو.
كبير په داسي زمانه كي ژوند كړى دى چي د هند په پراخ هيواد كي د
راجه ګانو او جاګيردارانو تر منځ داخلي خونړي جنګونه روان وه او د مسلمانانو د پاچا سلطان سكندر لودي (1518_1489) قلمرو د هند تر جنوبي سيمو پوري پراخ سوى و. د هندوانو او مسلمانانو تر منځ په جنګونو كي داسي خونړۍ پېښي كېدلې چي كله_كله او حتى زياتره وختونه به يې د عام قتل او لوټ او تالان شكل واخيست. كلي او ښارونه به وسوځول سول، كښتونه او كروندې به د آسونو تر پښو لاندي سوې، په زرګونو سرونه به ورغړېدل، په زرګونو ښځي به كونډي او بې عزته سوې او ښارونه به له يتيمانو، معيوبينو او ګدايانو څخه ډك سول. د كبير په څېر حساسو بشر دوستو شاعرانو او مذهبي مشرانو په هغو شرايطو كي د مذهبونو او قمونو تر منځ د نيژدې والي او يو والي تبليغ كاوه. كله به يې دا خونړۍ پېښي غندلې او كله به يې يوازي اوښكي ورته تويولې. د كبير د مرشد رامانندا په څېر جوګيانو او مذهبي مشرانو به ويل چي ټول جهان يوه خالق پيدا كړى دى او هغه د ټولو مذهبونو مرجع او د سجدو طرف دى. په دې مشرانو او شاعرانو كي د كبير آواز تر ټولو لوړ و، او ځكه يې هم د مسلمانانو او هم د هندوانو په زړونو كي ځاى نيولى او هم يې تر اوسه پوري شعرونه د سيكهانو په مقدس كتاب "ادي ګرنت صاحب" كي قيد دي. كبير د خپل وخت تر ټولو حساس شاعر و او پر هغو مذهبي مشرانو يې په ډېر زړورتوب حملې كولې چي په ټولنه كي يې د انسانانو تر منځ د بې اتفاقۍ او انسان وژني اورونه بلول او د هغوى د تبليغاتو له امله كورونه او ښارونه د نفرت په اور كي سوځېدل.
له هغي تاريخي كيسې څخه، چي په اكثرو تاريخي آثارو كي د كبير د ژوند په ارتباط اشاره ورته كېږي، ښكاري چي كبير پخپله د سلطان سكندر سره كتلي هم دي او يا يې لږ تر لږه د هغه د دربار د عدالت مزه څكلې ده. ويل كېږي چي كبير يو وخت د يوه داسي ناروغ علاج وكړ چي طبيبان يې له علاج څخه عاجزه وه، او دې كار ځيني مذهبي مشران دې ته راوستل چي هغه د سلطان سكندر دربار ته معرفي كړي او د جادوګر او كافر تور ورباندي ولګوي. سلطان سكندر لودي، چي پخپله يو عالم او عادل پاچا و د كبير په څېر بې آزارو مذهبي مبلغينو او پيرانو سره كار نه درلود، ځكه يې نو له هغه سره غرض ونه كړ. البته كبير يې د ټولنيزي سولي د ساتلو په منظور له بنارس څخه تبعيد كړ او په دې توګه له مرګه خلاص سو. داسي ښكاري چي دا پېښه په كال 1495 كي سوې وي او ويل كېږي چي كبير په دغه وخت كي شپېته كلن و. د دغي پېښي څخه پرته د ده د ژوند په ارتباط كومي تاريخي پېښي ته اشاره نه ده سوې، او چي د ده د ژوند د حالاتو په باب څه ويل سوي دي نو سرچينه يې زياتره هغه افسانې دي چي چنداني تاريخي ارزښت نه لري او كه څوك د هغه د زېږېدلو او يا وفات د كلونو په اړه اټكلونه كوي نو زياتره له سلطان سكندر سره د هغه د مخامخ كېدلو په دغه تاريخي كيسه استناد كوي. كبير له دغي پېښي څخه وروسته د بنارس پرېښودلو ته مجبور سوى او د هند په شمال كي په كليو او بانډو ګرځېدلى او خپلو تبليغاتو او خپل حقيقي او دايمي معشوق ته يې د شعرونو ليكلو ته دوام وركړى دى.
كبير نه يوازي ټول انسانان يو شان بلل، هغه نه يوازي يوه ستر خالق ته عقيده درلوده بلكي ټول كاينات ورته يو شان ښكارېدل او بالآخره يې د وحدت الوجود د فلسفې په پيروي، چي هم يې په اسلام او هم يې په هندو مذهب كي سوونه كلونه سابقه درلوده د كايناتو او ستر خالق تر منځ سرحدونه ماتول.
اوبه غونډي سي يخى ورنه جوړيږي
يخى بيرته اوبه كېږي چي ويلېږي
صرف اوبه دي بدلوي چي خپل شكلونه
نور په داسي حقيقت كي څه ځايېږي

چي د سيند اوبه كوبۍ دي رااخيستي
كوبۍ ټولي په اوبو كي حسابېږي
سيند پخپله له كوبيو سره درومي
د ناپايه سمندر كوګل ته لوېږي

په يوه سترګه چي ټول انسانان ګوري
لوى جهان چي ورته يو شاني ښكارېږي
دى پخپله هسي صاف لكه قطره سي
او په لايتناهي كي ورګډېږي2

اوبه غونډي سي يخى ورنه جوړيږي
يخى بيرته اوبه كېږي چي ويليږي
صرف اوبه دي بدلوي چي خپل شكلونه
نور په داسي حقيقت كي څه ځايېږي
چي د سيند اوبه كوبۍ دي رااخيستي
كوبۍ ټولي په اوبو كي حسابيږي
سيند پخپله له كوبيو سره درومي
د ناپايه سمندر كوګل ته لوېږي
په يوه سترګه چي ټول انسانان ګوري
لوى جهان چي ورته يو شاني ښكارېږي
دى پخپله هسي صاف لكه قطره سي
او په لايتناهي كي ورګډيږي

د مذهبونو د جنګونو او وينو تويولو څخه يوازي كبير شكايت نه دى كړى، بلكي دې خبري هم له ده نه پخوا ډېره زياته سابقه درلوده او هم يې له ده څخه وروسته حتى تر نن ورځي پوري د شاعرانو او پوهانو په شعرونو او افكارو كي انعكاس كړى دى. د پښتنو تر ټولو لوى شاعر او مشر خوشال خان خټك نه يوازي صوفي شاعر نه و، بلكي پخپله يې د جنګونو په ميدان كي آسونه ځغلولي او توري چلولي دي. خو كله چي د مذهبونو تر منځ د بې اتفاقۍ مسئلې ته راځي نو دى هم د كبير او د هغه د مرشدانو او پيروانو په څېر په ډېر صراحت خپله چيغه پورته كوي.
څوك په لوري د كعبې ځي په هى هى
څوك ديورې لره چلېږي په جى جى

عاشقان يې سل هزار يوه معشوقه
په هر لوري ورپسې دي په پى پى

ميخانه يوه هزار پكي خمونه
د مستانو يې نارې دي چي مى مى

كه هماى دى كه كجير دى كه كرګس دى
د هر چا مي خپل_خپل شان دى خپل قى قى

هر څوك وصل د خپل اصل پسي غواړي
چي نارې د جدايي وهي نى نى

زه خوشال چي د وحدت په ميو مست شوم
وايم دا چي كاووس كله وو كى كى
څوك په لوري د كعبې ځي په هى هى
څوك ديورې لره چلېږي په جى جى
عاشقان يې سل هزار يوه معشوقه
په هر لوري ورپسې دي په پى پى
ميخانه يوه هزار پكي خمونه
د مستانو يې نارې دي چي مى مى
كه هماى دى كه كجير دى كه كرګس دى
د هر چا مي خپل_خپل شان دى خپل قى قى
هر څوك وصل د خپل اصل پسي غواړي
چي نارې د جدايي وهي نى نى
زه خوشال چي د وحدت په ميو مست شوم
وايم دا چي كاووس كله وو كى كى

البته كبير يوازي د مذهبونو تر منځ د اتحاد او ټولو دپاره د يوه خداى د وجود په عادي تبليغ اكتفا نه كوله بلكي د مذهبونو پر هغو مشرانو او پيروانو يې ډېري برالا حملې كولې چي د مذهب په جامه كي يې يا د خلكو تر منځ د نفاق اور بلاوه او يا يې له خرقې او مذهبي لباسونو څخه د خلكو د غولولو دپاره كار اخيست.
جوګي خپل كالي جوګي خپل كالي غوټه كړي په رنګونو
رنګ د ميني ولي نه وړي تر مغزونو

د معبد په كونج كي كښېيني خالق پرېږدي
د ډبري سي لګيا په طاعتونو غوټه كړي په رنګونو
په غوږونو كي سوري جوړ كړي اوږده ږيره
ټول ملګري د اوزګړي په شكلونو

خواهشات وژني له ځانه ايجړا جوړ كړي
لېونى غوندي به ګرځي پر دښتونو

سر خريلى جامې رنګ پر كتاب پروت وي
تېز تر هر چا په خبرو بيانونو

كبير وايي دروازو ته د مرګ ولاړې
ورته پروت يې په تړلو پښو لاسونورنګ د ميني ولي نه وړي تر مغزونو
د معبد په كونج كي كښېيني خالق پرېږدي
د ډبري سي لګيا په طاعتونو
په غوږونو كي سوري جوړ كړي اوږده ږيره
ټول ملګري د اوزګړي په شكلونو
خواهشات وژني له ځانه ايجړا جوړ كړي
لېونى غوندي په ګرځي پر دښتونو
سر خريلى جامې رنګ پر كتاب پروت وي
تېز تر هر چا په خبرو بيانونو
كبير وايي دروازو ته د مرګ ولاړې
ورته پروت يې په تړلو پښو لاسونو

د كبير د شعرونو يو مزيت په دې كي دى چي ډېر پر له پېچلي تصوفي مفاهيم يې په دونه ساده ژبه او ساده مثالونو بيان كړي دي، او د كايناتو له پيدايښت، حركت او هدف څخه نيولې د كايناتو تر عمق او ماهيت پوري مغلق مسايل يې په دونه ساده كلماتو افاده كړي او جوابونه ورته پيدا كړي دي، چي د هر صوفي شاعر او فيلسوف دپاره يې افاده دونه اسانه كار نه دى. د هغه دغه سادګي ده چي د خلكو په زړونو كي يې ځاى نيولى او په مقابل كي يې د رياكارو زاهدانو او بامبړانو د غشيو هدف ګرځولى دى.
كبير د نورو تقريباً ټولو صوفيانو په څېر د حيرت مقام ته ورغلى، خو داسي ښكاري چي دى ورڅخه تېر سوى دى او دا كمال هم د خپل مرشد او پير ګڼي. دى وايي چي دا اسرار هر چا ته نه سي معلومېدلاى او په دې اسرارو پوهېدل يوازي د هوښيارانو كار دى. البته هغه معلومات چي دى يې د خپل كشف په باره كي موږ ته راكوي پخپله دونه مرموز دي چي سړى پخپله كبير هم د حيرت په مقام كي سرګردان بللاى سي.
له رباب څخه مرموز موزيك ږغېږي
بېله پښو له رباب څخه مرموز موزيك ږغېږي
بېله پښو او بې لاسونو څوك نڅېږي او بې لاسونو څوك نڅېږي
بېله ګوتو يې آواز كوي تارونه
بې بېله ګوتو يې آواز كوي تارونه
بې غوږونو يې نغمه اورېده كېږي

او دا ځكه چي كه غوږ دى ټوله دئ دى
اورېدونكى هم پخپله دئ هستېږي

ور تړلى دى دننه خوشبويي ده
او دننه هيڅ وجود نه معلومېږي

هر څوك نه دى د دې سِر د پوهېدلو
دا يوازي هوښياران دي چي پوهېږيغوږونو يې نغمه اورېده كېږي
او دا ځكه چي كه غوږ دى ټوله دئ دى
اورېدونكى هم پخپله دئ هستيږي
ورتړلې دي دننه خوشبويي ده
او دننه هيڅ وجود نه معلوميږي
هر څوك نه دى د دې سِر د پوهېدلو
دا يوازي هوښياران دي چي پوهېږي

كبير د خپل عمر تر پايه پوري، چي ويل كېږي اتيا كلونه ته رسېدى، خپله ډوډۍ د خپل كسب او كار په زور لاسته راوړه او تر مرګه يې له جولاګرۍ څخه، چي د عمر په پاى كي طبيعي خبره ده چي ډېره به سخته ورته تمامېدله، لاس وانه خيست. نه په خلوت كي كښېناست، نه يې د مريدانو او پيروانو په صدقو او خيراتونو ژوند وكړ، او نه يې چا ته د احتياج لاس اوږد كړ. ګواكي غوښتل يې چي د ده خپل ژوند د پيروانو دپاره يو سمبول وګرځي، او چي څوك غواړي د ده لاره تعقيب كړي نو د ده په څېر ژوند غوره كړي.
كبير خپله لاره د حق لاره بلله، او دا يې د لاسونو په تڼاكو ثابتوله. يوازي خپل ګورو او مرشد يې پر حق باله او نور خلك يې هم دغلي لاري ته رابلله. د كبير خداى تر مسجد او بتخانې دواړو برتر اوسېږي او كله_كله خو لوى خالق ته د خپل ګورو او مرشد خطاب كوي، او داسي ښيي چي ګويا دى پخپله د خالق پيرو دى.
كه خالق دى په محراب كي يا مسجد كي كښېنستلى
نو دې پراخ جهان يارانو تعلق چا سره نيولى

او كه رام په درمسال كي د بت خېټه كي اوسېږي
څه خبر دى چي د باندي په جهان كي څه پېښېږي كه خالق دى په محراب كي يا مسجد كي كښېنستلى
نو دې پراخ جهان يارانو تعلق چا سره نيولى
او كه رام په درمسال كي د بت خېټه كي اوسېږي
څه هري اوسي لمر خاته كي الله اوسي لمر لوېده كي
ځه كريم او رام پيدا كه پسي وګوره په زړه كي

نر او ښځي په نړۍ كي ټول د ده لري شكلونه
زه كبير مريد د رام يم د الله كړم طاعتونه خبر دى چي د باندي په جهان كي څه پېښېږي
هري اوسي لمر خاته كي الله اوسي لمر لوېده كي
ځه كريم او رام پيدا كه پسي وګوره په زړه كي
نر او ښځي په نړۍ كي ټول د ده لري شكلونه
زه كبير مريد د رام يم د الله كړم طاعتونه

هغه خالق چي كبير عقيده ورته لري هغه تر ټولو مخلوقاتو برتر او په ټولو مخلوقاتو كي دننه اوسي. هغه تر ټولو ستر خداى، دايمي او مطلق قادر دى. هغه بلا كيفه دى، هغه ذات ته نقصان نه رسېږي، او نه يې ذات تغير كوي. هغه نه پورته دى نه كښته. هغه دايمي دى او پر ټولو شيانو محيط دى. هغه د خپلو اولياوو په زړونو كي د دنيا د عشق او محبت لمبې وژني او بيا نو د تل دپاره د هغوى په زړونو كي ځاى نيسي. يوازي هغه څوك كامل دى چي په زړه كي يې تنها خالق ته ځاى وركړى دى .
يوازي مذهبي اختلافات او د دغو اختلافاتو له امله جګړې او ويني تويېدل نه وه چي د كبير حساس روح ته يې آزار وركاوه، بلكي د هند د ټولني طبقاتي وېش او ظالمانه تقسيم لا يو بل آفت و چي د كبير په څېر هوښيارو او خوله ورو مفكرينو او شاعرانو يې تحمل نه سو كولاى. د كبير پير او مرشد رامانندا د برهمن له طبقې څخه، چي د هند تر ټولو عالي طبقه وه، د اعتراض ږغ پورته كړ او د برهمنانو د ټولو عنعناتو او احكامو په خلاف يې كبير، چي د هند تر ټولو ټيټي طبقې اچوت غړى و، په خپلو مريدانو كي شامل كړ، او حتى د برهمن خطاب يې ورته وكړ .
كبير پخپله د اچوت له طبقې څخه د اعتراض ږغ پورته كړ. دا هغه طبقه ده چي د هند عالي طبقات، برهمن يعني مذهبي مشران، كشاتريا يعني عسكر او جنګيالي، ويسيا يعني تاجران او حتى څلورمه طبقه شودرا يعني دهقانان او كروندګر له هغوى سره د تماس نيولو او نيژدې كېدلو څخه منع وه، او د نجس په سترګه ورته كتل كېدل. د سيكه مذهب موسس ګورو نانك هم د هند د ظالمانه طبقاتي سيسټم پر ضذ ږغ پورته كړ او توصيه يې كوله چي د توكم او نژاد خبري پرېږده، عجز اختيار كه او نجات پيدا كه .
بل ځاى وايي خداى به له انسانانو څخه د اصل او نسب پوښتنه ونه كړي، بلكه د هغه د اعمالو پوښتنه به كوي . بل ځاى وايي كه څوك هر څونه د عالي نسب خاوند خو په ګناه لړلى او ناپاك وي زه به په هغه كي رى ونه وهم، خو نانك د هغه چا د پښو خاوري دى چي په اصل او نسب تر ټولو پاته او په عمل كي نېك او پاك وي .
د سيكهانو دريم ګورو امرداس په ادي ګرنت كي ليكلي دي:
ټوله وايي چي نړۍ كي دي پيدا څلور توكمونه
خو د ټولو ټوله وايي چي نړۍ كي دي پيدا څلور توكمونه
خو د ټولو دي پاشلي هغه لوى برهمن تخمونه

جهان ټول جوړ دى له خاورو كه يې غرونه كه دښتونه
له يوې خاوري پيدا دي ټوله لوښي ټول رنګونه

چي خالق دي پيدا نه كئ بله لار د نجات نسته
نانك وايي چي قضا ته وروړل كېږي عملونه

له پنځو عنصرو جوړ دي انسانان له سر تر نوكه
پكښي څنګه څوك پيدا كړي كښته پورته مقامونه4

دي پاشلي هغه لوى برهمن تخمونه
جهان ټول جوړ دى له خاورو كه يې غرونه كه دښتونه
له يوې خاوري پيدا دي ټوله لوښي ټول رنګونه
چي خالق دي پيدا نه كى بله لار د نجات نسته
نانك وايي چي قضا ته وروړل كېږي عملونه
له پنځو عنصرو جوړ دي انسانان له سر تر نوكه
پكښي څنګه څوك پيدا كړي كښته پورته مقامونه

ګورو نانك (1538_1469) د كبير د يوه شاګرد او پيرو په حيث هم د كبير په څېر په داسي عصر كي ژوند كاوه چي ښارونه او كلي د زورورو د آسونو تر پښو لاندي او د غضب اورونو وچ او لانده ګډ سوځول. ګورو نانك د دغو وحشتونو، بې عدالتيو او نابرابريو پر ضد چيغه پورته كړه. د دې بې عدالتيو د ريښو ايستلو دپاره يې بل مذهب تاسيس كړ. د هند له شمال څخه په جنوب كي تر بنارس او وروسته تر سري لانكا پوري، په ختيځ كي له بنګال څخه په لوېديځ كي تر عراق او حجاز پوري يې سفرونه وكړل، او د ژوند ټولي شپې ورځي يې د اجتماعي او انساني عدالت د ټينګولو په تبليغ تېري كړې. مګر ګورو نانك د يوه مذهبي مشر په حيث نه پخپله توري ته لاس كړ او نه يې نور د توري اخيستلو ته تشويق كړل. بلكه بالآخره وايي چي دا د خداى حكم او فيصلې دي او د هغه د فيصلو په مقابل كي به څوك څه ووايي. ګورو نانك په هند كي د پښتنو د سلطان ابراهيم لودي او د مغولو د پاچا بابر تر منځ د خونړيو جنګونو د شاهد په حيث وايي:
څه بې شمېره اخوندانو په دعاو په لمونځونو
په زاريو ننواتو معجزو او تعويذونو
خپل څه بې شمېره اخوندانو په دعاو په لمونځونو
په زاريو ننواتو معجزو او تعويذونو

خپل ځانونه كړله ستړي په سجدو په خلوتونو
چي راوګرځوي مخه د فاتح د لښكرونو

سوځول چي يې كورونه بنګلې او لوى قصرونه
اميران چي يې وژله رغړول چي يې سرونه

نه مغول ړانده په سترګو نه يې پڅي سولې توري
نه دعاوو د پيرانو د دوى ميندي كړلې بوري

د جنګونو ميدان تود و د مغولو پټانانو
چلېدې په منځ كي توري د جګړې د جنګياليانو

له يوې خوا اورېدلې سرې سكروټي له توپونو
بل پلو ته به حملې وې د پوځونو د آسونوځانونه كړله ستړي په سجدو په خلوتونو
چي راوګرځوي مخه د فاتح د لښكرونو
سوځول چي يې كورونه بنګلې او لوى قصرونه
اميران چي يې وژله د هغو چي ورځ پوره وي د خالق په لوى دربار كي
يا په جنګ كي وژل كېږي يا به مري په لويه لار كي

ارتينې سولې سرتوري د هندوانو د تركانو
بې عزته سولې ښځي د بټيو راجپوتانو

څوك بريان سول څوك ايرې سول په لمبو كي د كورونو
څه به حال و د مېرمنو چي يې شپې وې بې مېړونو

دا كارونه د خالق دي د هغه په حكم كېږي
چا ته څنګه شكايت كړو چي يې خپل امر چلېږي

كه خوښۍ كه بدمرغۍ دي ټولي ستا په اراده دي
اوس به چا ته كړو چيغاري ستا له زور سره مو څه دي

لوى سلطان پخپله خوښه روان كړي دي حكمونه
اې نانكه وررسېږي هر سړي ته نصيبونه

رغړول چي يې سرونه
نه مغول ړانده په سترګو نه يې پڅي سولې توري
نه دعاوو د پيرانو د دوى ميندي كړلې بوري
د جنګونو ميدان تود و د مغولو پټانانو
چلېدې په منځ كي توري د جګړې د جنګياليانو
له يوې خوا اورېدلې سرې سكروټي له توپونو
بل پلو ته به حملې وې د پوځونو د آسونو
د هغو چي ورځ پوره وي د خالق په لوى دربار كي
يا په جنګ كي وژل كېږي يا به مري په لويه لار كي
ارتينې سولې سرتوري د هندوانو د تركانو
بې عزته سولې ښځي د بټيو راجپوتانو
څوك بريان سول څوك ايرې سول په لمبو كي د كورونو
څه به حال و د مېرمنو چي يې شپې وې بې مېړونو
دا كارونه د خالق دي د هغه په حكم كېږي
چا ته څنګ شكايت كړو چي يې خپل امر چلېږي
كه خوښۍ كه بدمرغۍ دي ټولي ستا په اراده دي
اوس به چا ته كړو چيغاري ستا له زور سره مو څه دي
لوى سلطان پخپله خوښه روان كړي دي حكمونه
اې نانكه وررسېږي هر سړي ته نصيبونه
البته سيكهانو د تاريخ په يوه مرحله كي د اجتماعي او سياسي جبر او تاريخي ضرورتونو له مخي پخپله هم تورو او وسلو ته لاس واچاوه او د دې جنګونو او عملونو او عكس العملونو په ترڅ كي يې داسي ظلمونه وكړل چي د هغوى لوى ګورو د هغو پر ضذ چيغه پورته كړې او ځان او مريدان يې په تبليغ ستړي كړي وه.
د هند د اجتماعي نابرابريو او په تېره بيا ظالمانه طبقاتي سيسټم پر ضد د مبارزې نوبت بالآخره د هند د تاريخ تر ټولو محبوب مشر مهاتما ګاندهـي ته ورسېد. هغه د خپلو ټولو اجتماعي او سياسي مبارزو په سلسله كي د اچوت د طبقې مشكل ته، چي رامانندا، كبير، ګورو نانك او د هغوى په زرګونو پيروانو يې په ليري كولو ځانونه ستړي كړي وه، ښه متوجه وو. ګاندهي د اچوت طبقې ته، چي نورو يې له وجود او لباس څخه كركه كوله او د نجس په سترګه يې ورته كتل، د هريجن يا د خداى د اولاد نوم وركړ.
د دې لويي اجتماعي ستونزي د ليري كولو دپاره ښايي د هند په تاريخ كي د هيڅ مشر مبارزو د مهاتما ګاندهـي په څېر ژوره اغېزه نه وي ښندلې. خو دا مشكل تر اوسه لا حل سوى نه دى، او كه كبير ژوندى واى زه يقين لرم چي اوس به يې هم شعرونه ورته ليكلاى، او لا به هم په ښارونو او كليو ګرځېدلاى.