سږکال د افغانستان د صادراتو کچه  ۱۹۰۰ میلیونه ډالرو ته لوړه شوې

سږکال د افغانستان د صادراتو کچه ۱۹۰۰ میلیونه ډالرو ته لوړه شوې


  • 1 کال دمخه (12/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 459

سمسور نیوز (۲۱کب۱۴۰۱) د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د ۱۴۰۱ کال د وري له لومړۍ نېټې د کب تر شلمې د افغانستان د صادراتو کچه  ۱۹۰۰ مېلیونه ډالرو ته لوړه شوې ده. 

ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په تېر ۱۴۰۰ لمریز کال کې د افغانستان د صادراتو کچه ۸۵۰ میلیونه ډالره وه. 

‏د معلوماتو له مخې، د دې صادراتو ۹۷ سلنه ایران، پاکستان، ازبکستان، قزاقستان، چین، ترکیې، ترکمنستان، هندوستان، تاجکستان او متحده عربي اماراتو ته شوي دي.