د بښنې سازمان: نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د روغتیا په برخه کې کومک وکړي.

د بښنې سازمان: نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د روغتیا په برخه کې کومک وکړي.


  • 7 مياشتي دمخه (11/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 389

د بښنې نړیوال سازمان له افغان حکومت غوښتي، چې ژر تر ژره دې د اکسیجن د کموالي د ستونزې د حل او د کرونا ضد واکسین د تطبیق لپاره اقدام وکړي. 

دغه سازمان نن په یوه اعلامیه کې غوښتنه کړې، چې د نړیوالې ټولنې له لوري دې سم د لاسه له افغانستان سره روغتیايي مرستې وشي. 

د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو پر زیاتېدو هم اندېښنه څرګنده کړې. 

په دغه سازمان کې د اسیا د برخې څېړونکي زمان سلطاني په یوه اعلامیه کې ویلي، دا مهال د واکسین کموالی او نشتوالی یوه لویه ستونزه ده او مخکې تر دې چې ناوخته شي باید اقدام وشي. 

د دغه سازمان اندېښنه داسې مهال ده، چې په افغانستان کې هره ورځ لږ تر لږه سلګونه تنه پر کرونا ویروس اخته کېږي او د لسګونو په شاوخوا کې له همدې ویروس څخه خپل ژوند هم د لاسه ورکوي.

بل لورته بیا روغتیایي مسؤولین وایي، چې دوی د روغتیایي تجهیزاتو له کمښت سره مخ دي او له خلکو غواړي، څو د روغتیا پالانو سپارښتنې په جدي ډول عملي کړي.

باید وویل شي، چې ‏ازبکستان له افغانستان سره ۱۰۰۰ بالونه اکسیجن مرسته وکړه. 

د بلخ ولایت سیمه‌ییز چارواکي وایي، ټاکل شوې ده دغه مرسته شوی اکسیجن نن ماښام حیرتان بندر ته راورسېږي.