په نثر کي سندره


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • جلال ﺧﭙﻠﻮاك
  • 1080

لومړۍ كافيه مې د هغې له سترګو څخه راواخيسته ، او د دوهمې نيم بيتې له پاره مې د لومړي توري پرځاي د زنې په منځ كې له ژور چك څخه يو ډول معنوي كيفيت د يوه زرين جوړښت په بيه ورځينې راواخيست .
د رديف له پاره مې د هغې ټوله له ترنم څخه ډكه ځواني ورته وټاكله .
د وړاندې ټولو اجزاؤ د رايوځاي كولو له تجربې څخه يو ښكلى او شاعرانه تركيب
رامنځ ته شو ،چې د سريندې له نري او روح د كائناتو شا ته غورځونكي اواز سره
د وړ تناسب په ترڅ كې غاړه غړۍ كېده .
د ځينو لفظونو له پاره مې ورته د ستورو ځلېدونكي شعاوې او د ځينو نورو له پاره
مې يې څو ځله د بڼو څو د پاسه سلو تنو له ولاړ قطار څخه كار واخيست .
البته د لومړۍ څپې د ماهيت د څرګندولو له پاره مې په مطلق ډول د هغې په سترګو
له ولاړ صف څخه هغه شوخ او زلمى باڼه ورته وټاكه ،
چې له هغه نورو سمو او كږو څخه يې ډېر ضد راسره درلود ،او د هغې د سترګو د ځمبلو
پر وخت به يې زما د زړه په ژور زخم باندې لومړۍ نوكه سره كوله . كله مې چې شاعرانه
تخليق پاي ته ورساوه ، نو د الهام پېغلوټي ښا پېرۍ ته مې وروسپاره او ورته وه مې ويل !واخله !
دا زما نوى شاعرانه تخليق درسره يوسه .
له مطالعې وروسته يې په معنوي جوړښت او د ترنم په څرنګوالي باندې ژور فكر وكړه ،حتى په ياد يې كړ ه . له نن نه وروسته كله هم چې د شاعرانو له ښكلي خداى (ج)
څخه د كوم شاعرانه ياددښت د راوړلو خواهش درباندې برئ مومي ،
نو كټ مټ دا ډول ياددښتونه راوړه چې د هغې د اننګو په سپېڅلو وړانګو باندې

څو ځله لمبول شوي وي . د الهام پېغلوټي ښاپېرۍ زما نوى شاعرانه تخليق په مينه راځينې واخيست يوه شېبه يې ځير ځير ورته وكتل وه يې خندل او په ا زاده هوا كې راځينې والوته .
بيا نو تر ډېرو ورځو پورې بېرته رانغله .
كله كله خو به مې په زړه كې راوګرځېدل! ښايي هغې وزردارې ښاپېرۍ ټګي راسره
وكړه.
ښايي زما د فن نوى شاعرانه تخليق يې د خپل ژوند د لا ښائسته كولو او خپل روح
ته د ډا ډ وركولو له پاره د خپل زړه په هغه ژو رتاخ كې ورته كېښود .
يايې د نړۍ كوم بل مين شاعر ته چې له ماڅخه يې ډېر زړه ته ورنږدې وي د سوغات
په ډول وروباښه .
بېرته به د هغې د وجود د بېلا بېلو اجزاؤ په لټه كې شوم . چې له هغه پخواني څخه د
ځينو نوؤښتونو د پرې ورزياتولو په صورت كې يو ښه او بل ډول تخليق رامنځته كړم .
دا ځل به يې هغې پېغلوټي ښاپېرۍ ته نه روكوم .
كله چې د هغې د راتلو په وخت د هغې په سينه د راځړېدلو لونګو بوى راباندې لګيږي نو سمدلاسه به يې د زړه په هغه ژور تاخ كې ورځينې پټوم .
بيا مې فكر وكړ ، زه خو اېله د يوه شاعرانه تخليق له پاره د الهام له پېغلوټي ښاپېرۍڅخه د خپل زړه زرينه دروازه نشم بندولاى . دا خلك به څه وايي! په ځانګړي ډول دا د نورې نړۍ غټ او واړا شاعران به څه وايي !
چې د شعر له يكې ت يوې ښاپېرۍ څخه يې هم د زړه دروازه بنده كړه .هغه يې هم د زړه
په سمباله خونه كې په ارام ونه ساتلى شوه .
په خپل هنر باندې به مې يو ډول معنوي غرور محسوس كړ ،له ځان سره مې وويل
نه ! هېڅكله هم خپل نوى رامنځته كېدونكى شاعرانه تخليق د الهام له ښكلي او
پېغلوټي ښاپېرۍ څخه نه پټوم .
توكل په خداى (ج) هغه چې هر وخت راځي زه به خپل نوى شاعرانه تخليق په مينه

ورسپارم . نور نو د هغې خوښه ده،كه د الهام په اسماني ضرابخانه كې يې له لږ تراشلو څخه وروسته بېرته ماته راسپاري هم او كه د نړۍ كوم بل شاعر ته يې چې له ما څخه يې ډېر زړه ته ورنږدې وي وركوي هم .
زما له دې پرېكړې څخه وروسته به ښاپېرۍ هره ورځ راتله . زما د زړه له تله به يې
د نوي رامنځ ته كېدونكي تخليق (ما) په خوارۍ راټولې كړي اجزاؤې ورسره واخيستې له يوې وړې خندا وروسته به راځينې والوته .
اوس زه هم دې هغې له دې عمل سره پوره بلدشوى وم . د هغې د راتلو په وخت به مې خپل نوى رامنځته كېدونكى شاعرانه تخليق بيخي له ياده وتلى و . يواځې به مې دې ته انتظار كاوه چې كله به هغه بېرته زما له زړه او زما له وجود څخه چې د نوي منځ ته را تلونكي شاعرانه تخليق اومه مواد يې هم راځينې غلا كړي وي راووځي چې د پرون
په څېر په تېښته كې يو ځل بيا ښكلي راته وخنديږي .
خو نن كله چې د الهام پېغلوټي ښاپېرۍ راغله نو ډېره غصه ورغلي وه .
ددې پر ځاي چې زړه ته را ننوزي اوشاعرانه مرغلرې راځينې پټې كړي ، زما ترڅنګ
كېناسته او ډېر په غضب سره يې راته وويل :
نن غواړم چې ټولې مړې اوژوندۍ سندرې بېرته درځينې يوسم . پاڅه او د خپل وجود
په هره برخه كې دې چې خوندي كړي وي راويې باسه .
ما هم د هغې نازولي ښاپېرۍ په پرېكړه كې هېڅ ونه ويل ، په منډه مې د خپل وجود له
كلا څخه ټولې مړې او ژوندې سندرې ورته راوايستې . خو كله چې هغې د قافيه لرونكو سندرو پنډ راځينې واخيست ، نو زما ېه لاس كې قلم او يوه كوچني كاغذ ته يې
لاس راواچاوه ويې ويل !
دا څه شى دي؟ غواړم چې دا هم درځينې يوسم . ما خپل قلم او نيم ليكل شوى كاغذ
ټينګ پخپله منګول كې ونيول او ورته ومې ويل ،
نه ظالمې !!!
دا هېڅ كله هم نه دركوم ځكه چې داستا د سندرو په شان لېونۍسندره نده دا بل ډول
سندره ده په نثر كې سندره .