امریکا: طالبان مو تر څار لاندې دي؛ د مېرمنو حقوق دې خوندي‌کړي

امریکا: طالبان مو تر څار لاندې دي؛ د مېرمنو حقوق دې خوندي‌کړي


  • 1 مياشت دمخه (19/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 154

امریکا وایي، چې طالبان یې تر دقیقې څارنې لاندې دي او په خبره یې، چې دوی باید دا تضمین ورکړي؛ څو په افغانستان کې د مېرمنو او نجونو حقونو ته درناوی کوي. 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني‌بلېنکن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د طالبانو ټولې کړنې یې تر جدي څار لاندې دي او بشري حقونو ته به یې تر بشپړ درناوي وروسته په هکله پرېکړه کوي.

د نوموړي په خبره، طالبان او د امریکا نړیوال متحدین باید دا تضمین ورکړي؛ څو دغه ډله د مېرمنو ټولو حقونو ته درناوی کوي او پر خپلو ژمنو عمل کوي. 

تر دې وړاندې برېټانیا هم ټینکار کړی او ويلي یې دي، چې د طالبانو ټولې کړنې او فعالیتونه په جدي توګه څاري او وروسته یې په اړه خپل دريځ روښانه کوي. 

طالبان بیا وایي، دوی د مېرمنو ټولو حقونو او ازادیو ته درناوی لري؛ خو په وینا یې چې د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې.