د افغان ولس په نامه پيغام

د افغان ولس په نامه پيغام


  • 1 کال دمخه (25/04/2022)
  • مولانا زاهدالقادري
  • 833

ليکوال: مولانا زاهدالقادري 

ژباړه: اجمل ښکلى

د خپلواکۍ تر اعلان وروسته اعليحضرت د افغانانو په نامه په دې منځپانګه يو پيغام خپور کړ:

غيرتي ولس او زړورو عسکرو!

د خداى خوار بنده ستاسې خدمتګار امان الله خان له مينې او د زړه له کومې عرض کوي، چې څه وخت تاسې د سلطنت خول (تاج) زما پر سر ايښوده، ما په لوړ غږ تاسې ته ويلي وو، چې خول و پلاز (تاج وتخت) په دې شرط منم، چې موږ او تاسې به په ګډه يو سوچ لرو او په هوډ او خپلواکۍ به د خاورې خدمت کوو، نو ځکه درته وايم، چې راځئ، په ټينګ هوډ او خپلواکۍ د هېواد د خدمت ژمنه ترسره کړئ. ما د افغانستان د خپلواکۍ اعلان کړى دى او انګرېزان مې خبر کړى دي، چې د افغان دولت په کورنيو او بهرنيو چارو کې له هر ډول اغېز نه کورټ ازاد دى او موږ نن ګرد سره خپلواک يو. له ننه افغانستان همغه حقونه لري، چې د نړۍ نور ازاد او خپلواکې واکمنۍ او سلطنتونه يې لري.

زه اوس خپل ملګري دولتي چارواکي او پوځي منصبوال خبروم، چې په پوره ژمنه او لوړې وړتيا سره خپلې ژمنې ترسره کړي، د ولس سوکالي يې په پام کې ولري، پر چا هيڅ ډول زور زياتى نه وي. د شرعي احکامو درناوى دې وشي او پر ملکي قوانينو دې ټينګار وي.

د خپلواکۍ جشن

 تر جګړې وروسته اعليحضرت په کابل کې يوه پرتمينه غونډه جوړه کړه. د غونډې ګډونوالو ته چې د بهرنيو هېوادونو استازي هم پکې وو، اعليحضرت له ولولو ډکه وينا وکړه. د اعليحضرت د وينا لنډيزدادى:

ورونو! په دې غونډه کې د ګډون له کبله درته ښه راغلاست وايم. ستاسې په ليدو ډېر خوښ شوم. د څښتن شکر ادا کوم چې د يوه خپلواک افغانستان د خادم په توګه نن تاسې ته ولاړيم، خبرې کوم.

ورونو! خپلواکي د هر انسان طبيعي حق دى. که څوک دغه حق تروړل غواړي، بلوسګر بلل کېږي. هر انسان بايد په زړه کې د خپلواکۍ جذبه ولري او د خپلواکۍ د جذبې تر څنګ ښايي د برابرۍ جذبه هم وپالي. هغه وخت تللى چې د قبايلو مشرانو او د ښارونو اميرانو به ځان د خداى استازي بلل او پر بې وسو وګړو به يې ظلمونه کول. اوس د برابرۍ زمانه ده. کاشکې تاسې هم ځان وپېژنئ او پر دې پوه شئ چې په نړۍ کې تر تاسې غوره خلک نشته.

ډېرى وګړي ماته باچا وايي، خو زه خداى شته باچا نه يم، يو عام وګړى يم. ددې هېواد او ملت خادم يم. زما په اند يو بېوزلى کاريګر او لوى وزير يو شان دي، زه د يوه لوى حاکم او بزګر ترمنځ کوم توپير نه وينم.

ملګرو! زما هندى ډرايور چې لومړى راغى، نو د هرې پوښتنې ځواب به يې په غبرګو لاسونو راکاوه او له ويرې به رېږدېده. ما د هغه پر داسې ذهنيت خواشيني وښوده او ورته ومې ويل چې ته زما ورور يې، زه او ته هيڅ توپير نه لرو او له نن وروسته زما د پوښتنو ځواب په تړلو، غبرګو لاسونو مه راکوه. هغه زما خبره ومنله او اوس ځان تر ما کم نه ګڼي. ما هغه ته ډېر ځل ويلي دي چې انسانان يوازې د دندو او مسٶوليتونو له مخې سره توپير لري، د ارزښت له پلوه برابر دي، د امان الله او ډرايور ترمنځ يې د ويښته هومره توپير نشته.

ملګرو! خپل زړه او فکر مضبوط ساتئ او ټينګ هوډ او پخه عقيده ولرئ . خداى ډېر مهربان دى. څوک چې د يوه کار د ترسراينې پخه اراده وکړي، نو څښتن يې په هغه کار کې بريالى کوي.

تر واکمنۍ ډېر کلونه مخکې ما يو خوب ليدلى و، چې د يوې ښکلې ماڼۍ ترڅنګ پر شنه ځمکه ولاړيم چې يو دبرخې خاوند راشي. غواړي، زما پر ولو يو لوى پېټى کېږدي؛ خو زه نه يوازې د پيټي له پورته کولو نټه وکړم، بلکې له دغې لويې هستۍ لرې وتښتم. دغه شان د برخې خاوند خپله غوښتنه څو ځل تکرار کړي ،خو زه ورته هرځل په نه ځواب ورکوم، په دې کې زما يو هندى ښوونکى راشي او ما ځان ته وروبولي. ښوونکى راته د درود په ويلو سره د پېټي د پورته کولو امر وکړي. زه د ښوونکي له امر سره سم درود ووايم او پېټى وليو ته پورته کړم. داسې يې تر ډېره ځايه يوسم.

که څه هم هغه وخت ددغه خوب پر تعبير پوه نه شوم، خو چې اندازه مې ولګوله ، نو له همغه پيله مې په زړه کې د خپلواکۍ ټينګې جذبې ځاى نيولى و او دغه خوب زړورتيا، ناماتى هوډ او د ملت د چوپړ احساس رابښلى و. دا هم بايد ووايم چې د باور او هوډ په مټ هره ربړه او ستونزه هوارېدلاى شي.

د ١٩١٩کال کړېکچنو سياسي حالاتو ته که سړى وګوري، زما د واکمنۍ راتګ به ورته يو خوب ښکاره شي، ځکه په ښکاره هېڅ داسې نه برېښېده چې زه دې واکمن شم او د افغان ملت د چوپړ خول مې دې پر سر کېښود شي. زما پلار په جلال اباد کې شهيد کړاى شو، د سلطنت غړي او زما ټول خپلوان له ما لرې په جلال اباد کې وو، حالات بېړني وو او هېڅ ملاتړى مې نه درلود. په کابل کې هم يوازې وم، خو څښتن مې مل او مرستندوى و. که څه هم د دود له مخې زما مشر ورور عنايت الله خان او تر هغه کشر،خو تر ما مشر حيات الله خان شته وو؛ خو څښتن زه وګومارلم او ماته يې د افغان ملت او اسلامي امت د چوپړ وياړ راپه برخه کړ؛ نو هله د خپل خوب په تعبير پوه شوم.