ننګرهار کې ۱۶ طالبان وژل شوي.

ننګرهار کې ۱۶ طالبان وژل شوي.


  • 6 مياشتي دمخه (22/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 199

ننګرهار کې ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي.

د ننګرهار په خوږیاڼږ او شیرزاد ولسوالۍ کې د طالبانو د ۵ سرګروپانو په ګډون ۱۶ طالبان وژل شوي.

دننګرهار د رسنیو دفتر وایي،خوږياڼو ولسوالۍ په اکرم خېلو او شيرزادو ولسوالۍ په هاشم خېلو سيمه کې د ملي امنيت ځآنګړو ځواکونو تېره ورځ ناوخته عمليات کړي چې پر مهال يې د ۵ سرګروپانو په ګډون ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي، د د۲ قرارګاوې، ۲ چېک پاینټونه، یو عراده ډاټسن موټر، یو میل دهشکه او یو شمېر نور مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

تېره ورځ هم د ننګرهار په خوږیاڼو او هسکې مېنې ولسوالیو شاوخوا ۳۴ وسله وال طالبان وژل شوي وو.

طالبانو لاهم د یادو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.