طالبان: د نوي کال له پیل سره به د نجونو ښوونځي بېرته پرانیستل شي

طالبان: د نوي کال له پیل سره به د نجونو ښوونځي بېرته پرانیستل شي


  • 2 کاله دمخه (16/01/2022)
  • سمسور نیوز
  • 889

سمسور (یک‌شنبه د مرغومي۲۶) د طالبانو حکومت ویاند وایي، ذبیح‌الله مجاهد تمه ده، د نوي کال له پیل سره په ټول هېواد کې ښوونځي د نجونو پرمخ پرانیستل شي.

هغه له اسوشتېټډ پرس سره په مرکه کې ویلي، چې د لوړو زده‌کړو او پوهنې وزارتونه په دې کار کوي، چې د نجونو لېسې او پوهنتونونه په راتلونکو دوو میاشتو کې پرانېزي. 

نوموړي زیاته کړې، چې اوس‌مهال په ډېری ولایتونو کې د نجونو لیسې پرانیستي دي او زده‌کړې یې رواني دي؛ خو په ځینو نورو سیمو کې د اقتصادي ستونزو له کبله تر اوسه نه‌دي پرانیستل شوي. 

هغه ټینګار کوي، چې هلکان او نجونه به په تعلیمي ادارو کې په بشپړه توګه سره جلا وي، ځکه غواړي د نجونو لپاره بېلې او کافي لیلیې برابرې شي څو هغوی د تعلیم په وخت پکې اوسېږي. 

د یادونې ده، چې شاوخوا شپږ میاشتې کېږي په افغانستان کې دولتي پوهنتونونه او له اووم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نه‌ده ورکړل شوې.