امرالله صالح: بادغیس کې عامو خلکو دوه ولسوالۍ له طالبانو ونیولې

امرالله صالح: بادغیس کې عامو خلکو دوه ولسوالۍ له طالبانو ونیولې


  • 1 اونۍ دمخه (14/01/2022)
  • سمسور نیوز
  • 23

سمسور (جمعه د مرغومي۲۴) د راپرځول شوي ولسمشر، لومړي مرستیال امرالله صالح ادعا کړې، چې د بادغیس آبکمري او قادس ولسوالیو اوسېدوونکو یادې سیمې د ت‌ا‌ل‌بانو له شتون پاکې کړې او کنټرول یې په په خپل لاس کې ونیو.

نوموړي دغه‌راز د بادغیس خلکو د دې کار ستاینه کړې او ډاډ یې څرګند کړی، چې په ملاتړ کې به یې هېڅ درېغ ونه‌کړي.

هغه دا خبره په خپله رسمي فېس‌بوک پاڼه کړې ده.  

بل پلو د ا.ا چارواکو لا په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د ویلو ده، چې همدا پرون هم فاریاب کې د ازبیک طالب قوماندان مخدوم عالم نیول کېدو په غبرګون کې د میمنې ښار ګڼو اوسېدوونکو لاریون ترسره کړ. 

دوی د دې لاریون پر مهال له ا.ا وغوښتل، چې مخدوم عالم دې ژر تر ژره ورخوشې کړي.