د پاكستان د لاسوهنو، ډيورنډ او باچاخان په اړه له ښاغلي سليمان لايق سره مركه


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ذبيج الله احساس
  • 1069

 پوښتنه: د ډيورنډ د تپل شوې كرښې په راښكلو چې د لوى افغانستان كومه سيمه پرې شوې، له همدې څخه پيل كوو، ستاسو په اند دغه كرښه ولې او څنګه رامنځ ته شوه؟

سليمان لايق: په افغانستان او د هغه وخت په امير باندې د ډيورنډ كرښه او د هغه په باره كې د يوې معاهدې تحميلېدل، د استعماري پرمختګونو يانې د هند په نيمه وچه كې د هغه وخت د برطانيوي استعمار يوه كړۍ ده. كله چې برطانويان هند ته راغلل نو دوى د هندوستان د ساتلو لپاره او يا دا چې يوازې په هندوستان يې اكتفا نه كوله، نو د خپل استعماري حرص له امله يې افغانستان ته مخه كړه. هغه  تاريخ ليكونكي چې برطانيوي پرمختګ يا په اصطلاح د دوى forward policy تشريح كوي، بېلا بېل نظرونه لري، ځينې وايي چې انګريزانو غوښتل چې د سليمان غرونه چې له كويټې نه شروع او په پېښور او دغسې تر دير، باجوړ او سوات پورې رسېږي او چترال پورې نښلي، ځان ورسوي. په دې خاطر چې د هندوستان دفاع ورته اسانه شي. په هغه وخت كې البته روسانو چې مركزي اسيا يې نږدې نيولې وه، هم غوښتل چې د هندوستان دا طلايي جرګ لاس ته راوړي، هغوى هم بې علاقې نه وو او په دې خوا را روان وو؛ نو انګريزانو د روسيې د پرمختګ خطر احساسوه، غوښتل يې چې افغانستان د روسيې پر وړاندې د يو مورچل په توګه وكاروي.

بله نظريه دا ده، چې انګريزانو دغه مورچل د سليمان تر غرونو پورې اټكل كوه، خو ځينې بيا وايي چې يه، دوى هندوكش خپل اساسي ټكى ګڼه چې د هندوكش غرونو ته د هندوستان سرحد راورسوي او له دې ځايه د روس او يا د هر بل يرغلګر مخه ونيسي.

درېيمه نظريه دا وه چې دوى امو سيند ته ځان رسوه. يانې دا اوسنى افغانستان چې ډېر له دېخوا اخوا پرې شوى دى، لاندې كړي او له دې ځايه د روسيې مخ ونيسي. دا په هغو اثارو كې چې د هغه وخت انګرېزي جنريلانو او ديپلوماتانو ليكلي، راغلي دي.

خو داسې كسان هم په انګريزانو كې وو چې هغوى ويل چې د اباسين كرښه زموږ لپاره كفايت كوي او دې خاورې ته ننواته به موږ له يو جنګي ملت سره چې تل يې د خپلې خاورې دفاع كړې ده او له بلې خوا دوى ډېر ناب مسلمانان دي، په عقيدوي لحاظ هم نه غواړي چې دا سيمې د غير مسلمانانو قواو په لاس كې پرېوځي، نو كه ورسره مخ شو تلفات به مو ډېر وي او دا وطن به ونشو ساتلى. دې سلسله كې سربېره پر دې چې د انګريزي سياست پوهانو تر منځ اختلاف موجود و؛ خو بيا هم د پرمختګ كومې تر لاسه كېدونكې زمينې سره چې به مخ شول، درېغ يې ترې نه كوه. په دې بنياد دوى لومړى له اباسين څخه تېر شول او د افغانستان ختيځ ولايتونه، تاسو كه د كهزاد صيب د اثارو لوستنه وكړئ هغه تل دې سيمې ته د افغانستان ختيځ ولايتونه وايي، چې پكې صوابۍ، مردان، اشنغر سيمه چې چارسده هم پكې ده، دغه سيمې ټولې پرله پسې اشغال كېدې او د بېلا بېلو تړونونو په واسطه پخول كېدې، يانې كله چې به دوى د  افغانستان له سلاطينو سره مركې كولې يا به داسې حالات راغلل چې دوى به په هغوى تحميلولى شول نو بيا به د تړونونو په نوم دا معاهدې منځ ته راغلې. د ګندمك معاهده، د ډيورنډ معاهده او دا وړ معاهدې ډېرې زياتې وشوې.

د ډيورنډ معاهده چې ستاسو پوښتنه هم په همدې اړه ده، زما په نظر دا معاهده هېڅ ډول حقوقي ماهيت نلري او په ځانګړې توګه چې كله موږ د سرحدونو او تړونونو نړيوالو قوانينو ته كتنه وكړو، نو د همدې قوانينو له مخې چې كله د دوو هېوادونو تر منځ دا ډول تړونونه شوي وي او په اوږدو كې يې ترمنځ جګړه راپېښه شي؛ نو هغه معاهدې پخپله له منځه ځي، نو موږ له ډيورنډ څخه وروسته د غازي امان الله خان پر وخت د ازادۍ جګړه په ياد لرو چې زه فكر كوم د همدې جګړې په اثر دا معاهده په هماغه وخت كې له منځه تللې ده.

دغې معاهدې ته كه سړى له بنسټ څخه وګوري، يانې له هغه وخته چې امير عبدالرحمن لاسليك كړې، څرګنده به شي چې يوه نامشروع معاهده ده. امير عبدالرحمن خان داسې يو مشروع امير نه و، چې د دا وړ معاهدې د لاسليك كولو حق دې ولري، نه هلته پارلمان و، نه د ولس جرګه پوښتل شوې او نه كوم بل  داسې كار شوى. بل  امير عبدالرحمن خان پخپله هم بشپړ سواد نه درلود او په دې باندې راضي نه و، يانې نه پوهېد چې دا معاهده څه شى له ده اخلي او څه شى ده ته وركوي. په هغه وخت كې په سرحدونو كې ځينو افغانانو امير ته وويل چې دا خو زموږ كلى زموږ خاوره زموږ هديره ده موږ له دې معاهدې سره توافق نلرو. دې مومندو په هغه وخت كې دا معاهده رد كړه. د كټواز په سيمه كې ((وازه خوا)) ورته وايي چې پكې د خدايدادخېلو په نوم د سليمانخېلو يوه پښه ده چې د سليمانخېلو خانان دي. په هغو كې سردار فتح خان او ځينې نور كسان چې په سيمه كې يې مشرتوب كاوه، عملا يې هغه پلاوى چې د سرحد كرښې يې ټاكلې، د هغو ټكوهل شوي ميوږي يې وويستل او څو كيلومتره ښكته لاړل او ويې ويل چې اميره ته افغانستان خرڅوې؛ خو دا زما د پلار هديره ده دا زه نه خرڅوم. تاسو كه د اوسني پرې شوي افغانستان په نقشه كې وګورئ د پكتيكا لوري ته د جزيرې غوندې يوه برخه ده چې دا هما غه سړي را ګرځولې ده.

دا معاهده د افغانستان د خلكو له غبرګون سره مخامخ شوې ده. ګوره د خاورې په پلورلو كې هېڅ وخت پښتون نه تشويقېږي او دا يوازې د پښتون مسئله نه ده. په دې كوه دامن، دې كوهستان كې ډېر جدي او د استعمار ضد خلك اوسېدل،  كله چې انګريزان دلته راغلل دا مير مسجدي خان، اسماعيل خان تګاوى، نايب امين الله خان او داسې ډېر خلك چې كرښې ته نږدې نه بلكې په ښارونو كې اوسېدل، دې ټولو يې مخالفت كړى او داسې عادي مخالفت هم نه بلكې وينې يې پرې توې كړي دي. نو د افغانستان خلكو د ډيورنډ او دې ته وړ تړونونو سره ښه پوره مخالفت ښودلى دى او هېڅ وخت ورته د منلو نه دي.

پوښتنه: د پاكستان د جوړېدو پر مهال له افغانستان څخه د پرې شوې ختيځې سيمې د بېرته تر لاسه كولو څومره هڅې وشوې!؟

سليمان لايق: موږ او تاسو بايد د بحث يو اساسي برخې ته اشاره وكړو كه څه هم موږ د ډيورنډ په اړه عامې خبرې وكړې خو دا بايد هم هېره نشي چې كله له انګريزانو سره د ډيورنډ معاهده وشوه؛ نو وروسته له هغې ځينې نور متممه تعهدات هم شوي دي. په دې متممه تعهداتو كې ويل كېږي چې انګريزان به په دې ايجنسيو كې يانې د سرحد دا اوه نښتو برخو چې دې ته يې پوليټيكل ايجنسي ويلې، ځكه چې دلته به د انګريزانو يو مامور له قبايلو سره په تفاهم كې اوسېد، خو په تعهداتو كې دا ويل شوي چې د افغانستان له ارادې نه پرته به انګريزان په دې ايجنسيو كې هېڅ مداخله نه كوي او انګريزان به په دې سيمه كې په قبايلو د وسلې ګرځولو بنديز نه لګوي او د دې ځاى د اوسېدونكو تر منځ ستونزې به د بهرنيو قوانينو، اصولو او سياسي تګلارو له مخې نه بلكې د پښتنو د روايتي دودونو او رواجونو له مخې حل كېږي. دوى به خپلې لانجې د پښتنو د تېږو او نرخونو له مخې حلوي. خو له دغو تعهداتو څخه د انګريزانو په وخت كې هم سرغړونه وشوه، نو وروسته چې كله د برطانيې د ميراث خور په توګه پاكستان منځ ته راغى نو په هغه وخت كې د افغانستان سلطنتي حكومت په دې هكله د جدي اقداماتو لپاره كوم پلان نه درلود او حتى تشويش ورسره و، كه دا سيمې بېرته واخلي نو څه ډول به يې اداره كوي؛ خو په هر حال... سره د دې چې په هغه وخت كې د افغانستان حكومت كمزورى و، خو بيا يې هم د هندوستان د وېشلو او د پاكستان د جوړېدو پر وخت د خپلې پرې شوې ختيځې سيمې د بېرته اخيستو غوښتنه كړې ده.

له بل پلوه له كرښې اخوا د خان عبدالغفار خان مبارزه ديادولو ده. خان د پښتنو د حقوقو مسئله طرحه كړه. په دې هكله ډېر مواد شته، د بېلګې په توګه د بنو ريزولوشن. خو له خان سره ډېر بد چلند وشو، د دسيسې په ډول چلند ورسره وشو. لومړى دا چې كله پښتنو ته د رايو صندوقونه كېښودل شول نو د هندوانو پر صندوق يې د هندوانو كتاب ((ګرنګ)) كېښود او د پاكستان د جوړېدو پر صندوق يې قرانكريم كېښود نو طبيعي ده چې مسلمان نشي كولى د ګرنګ په صندوق كې رايه واچوي او بيا پښتنو كې خو له پښتونولى اسلام ډېر قوي دى او بل په دې ټولپوښتنه كې ډېرې محدودې رايې چې په يو روايت شپيتو زرو ته رسېدې، چې په هغه وخت كې يوازې په ايجنسيو كې د پښتنو نفوس درې نيم ميليونه ته رسېد او ښكته خو يې لا پرېږده. دا خو لوى ملت دى چې اوس نږدې دېرش يو دېرش ميليونه نفوس لري؛ نو هغه وخت يې د پښتنو راتلونكى په شپيتو زرو رايو فيصله كړ او پاتې نورو پكې برخه وانخيسته. باچا خان او د ده پارټۍ چې په هغه وخت يې هم قومي اسمبلۍ او هم مركزي اسمبلۍ كې لوړ اكثريت درلود، يوه رايه يې هم صندوق ته نه ده اچولې. نو پاكستان په دې توګه د انګريزانو په خوښه د افغانستان ختيځې سيمې خپلې كړې. په دې وخت كې له افغانستان سره د هندوستان په دې اشېدلي حالت كې دا توان نه و چې د برطانيوي استعمار سره ډغره ووهي، خو كه يو څه شوي واى او كه هر څه شوي واى؛ نو ښه به و، خو بښنه غواړم ستونزه دا وه چې د هغه وخت حكومتونه ملي حكومتونه نه وو.

پوښتنه: د باچاخان مبارزه د افغانستان د ختيځو سيمو د بېرته اخيستو لپاره يوه ښه زمينه وه،  كه دغه ستونزې لږ ښكاره كړئ، چې په هغه وخت كې د افغانستان حكومت ولې له خان سره مرسته ونكړه؟

سليمان لايق: د افغانستان دولت نه يوازې دا چې له باچاخان سره يې مرسته ونكړه بلكې د كرښې اخوا يې د پښتنو د يو مستقل ګوند د جوړېدو سره مخالفت وكړ. په هغه وخت كې چې كابل كې كوم حكومت و، هغه فكر كوه چې د ډيورنډ اخوا پښتنو د ازادۍ لپاره كه كار وكړي؛ نو د انګرېزانو له غضب سره به مخ شي، ستونزې به ورته راپيدا كړي او امكان لري چې په دننه افغانستان كې ورته فتنې جوړې كړي. په لنډه يې به درته ووايم چې د هغه وخت افغان حكومت د همدې قيچي شوي افغانستان سره د خپل سلطنت راتلونكى كتلو او په دې فكر و چې د هغې پرې شوې ختيځې سيمې لپاره بايد دا پاتې افغانستان په خطر كې وانه چول شي؛ خو په دې سلطنتي كورنۍ كې دواد خان يواځينى كس و چې دغه ملي تمايلات يې درلودل يانې غوښتل يې چې د پاكستان څخه د افغانستان نيول شوې سيمې ازادې شي يا لږ تر لږه افغانستان خپل هغه امتيازات، چې په دې وچه ځمكه كې پروت دى او د خپلو ساحلونو له لارې يې بهرنۍ نړۍ ته ټولې لارې له لاسه وركړي، دغه خو تر لاسه كړي. نو داود خان په هغه وخت كې د امريكا متحده ايالتونو، غرب، اروپا او ...هېوادونو ته وويل چې پاكستان يې تهديدوي او رښتيا هم پاكستان موږ تهديدولو. پاكستان چې كله د يو هېواد په توګه چوكاټ شو نو له دې يې ويره درلوده چې د هند په وړاندې به مقاومت ونكړاى شي نو ستراتيژيك ژوروالي ته يې اړتيا درلوده او دغه ستراتيژيك ژوروالى يې په افغانستان كې ليده او د ضياالحق تر وخته د پاكستان دغه تګلاره پر ځاى وه، چې بايد په افغانستان كې داسې يو دولت وي چې يا د پاكستان تر نفوذ لاندې وي او كنه د پاكستان له دغه اسلامي هېواد سره ګډ شي. دا چې پاكستان تازه له هندوستان څخه بېل شوى و او د مسلمانانو وينه هم ګرمه وه؛ نو دا وخت يې غنيمت ګڼه چې موږ هم مسلمانان يوو او تاسو هم مسلمانان ياست او په اسلام كې خو سرحدونه او بېل هېوادونه مطرح نه دي. د مذهب له اړخه يې پر موږ تسلط مطرح كوه. تا به د اقبال هغه شعر اورېدلى وي چې د طارق په باره كې يې ويلى دى:

هر ملك ملك ماست

كه ملك خداى ماست

نو هغوى له دې عقيدې كار اخيسته چې هر چېرته د خداى وطن دى، زموږ وطن دى. نو كه ورتللى شو بايد ورشو او كلمۀ الله پكې جاري كړو. دا په داسې حال كې چې الحمدالله په افغانستان كې اسلام موجود و او دلته چا دا پلمه نشوه كولى چې موږ درغلو او اسلام دروړو، نو ځكه يې له دې لارې كار اخيستل پيل كړل چې تاسو هم مسلمانان ياست او موږ هم؛ نو د بېلوالي ځاى نه پاتې كېږي. دوى غوښتل چې له دې لارې په افغانستان كې دا ذهنيت پيدا كړې چې يا د پاكستان نفوذ پخپل وطن كې ومنو او يا هم پاكستانيان راشي او دا وطن ونيسي او اشغال يې كړي.

پوښتنه: لايق صيب يو څه به باچا خان ته تم شو، ځينې خلكو دى كمونيست باله ځينو بيا ويل چې خان له هندوستان سره اړېكې درلودې، ستاسو په اند باچاخان څوك و او د حرکت موخه يې څه وه؟

سليمان لايق: كه د پښتنو وروستى معاصر تاريخ ولولئ، دغه سرو جامو اغوستونكو پارټۍ چې وروسته بيا باچا خان په خدايي خدمتګارانو بدله كړه، دوى يوازې په دې چې دغه سره خامتا به يې اغوسته په كمونيستي فكر درولودونكو باندې تورن شول...(په خندا)

دا په داسې حال كې چې خان د ژوند تر پايه پورې د داسې عقيدې لرونكى نه و. هغه يو ساده مسلمان او سوله خوښونكى انسان و خو انګريزانو په لوى لاس دغه كس چې پوه شوي وو، په پښتنو كې يې وده كړې او د هغوى واګي يې لاس ته ورغلي، په داسې افواهاتو بدناموه. پارټۍ يې ورته د كمونيزم د پارټي په نوم تورنه كړه او له دې لارې يې غوښتل چې خان له خپلو خلكو لرې كړي. نو دا چې خان باندې لاره وركه شوه نو له مجبوريته يې د هند ستر ګوند كانګرس ته چې مسلمانان او هندوان دواړه پكې وو، لار وكړه. له خان سره بله لار هم نه وه ځكه چې له لوى ګوند سره يو ځاى شوى نه واى نو د كمونيزم په تور يې په اسانه له منځه وړلای شو.

بل دا چې خان فكر كوه چې په افغانستان كې مرستندويان نلري، ملاتړى يې نشته او حقيقت هم همداسې و.  په نړيوال ډګر كې هم داسې څوك نه و چې د خان ملاتړ وكړي او د پښتنو حرکت سره مرسته وكړي نو دا نظريه يې ومنله چې ټول هندوستان دې د انګريز پر وړاندې يو ځاى مبارزه وكړي او له ازادۍ وروسته دې پخپل منځ كې يو فدرالي دولت جوړ كړي. لكه اوس چې هم په هند كې ايالاتونه دي. په فدرالي نظام كې د خان موخه دا وه چې د پښتنو دودونه او رواجونه به خوندي پاتې شي او په دې توګه به يې د پښتنو د ازادۍ په لور يو ګام اخيستې وي، نو د دغسې مجبوريت په اساس د هند كانګرس ته ننوت او دا يې سم كار هم وكړ ځكه چې د استعمار د ماتولو په خاطر بايد ټول هندوستان يو شوى واى خو كله چې په هندوستان كې د برطانويانو لخوا داسې طرحې رامنځ ته شوې چې له مخې يې د پښتنو او داسې نورو قومونو لكه بلوڅانو د نفوذ لارې بندې كړې. نو كه موږ د دغو شاليدونو سمه لوستنه ونكړو نو د باچا خان په اړه به سم قضاوت ونكړاى شو. كه تاسې واى كه زه او كه بل څوك واى، همدا سياست به يې غوره كوه لكه هغه وخت چې خان غوره كړې و. خو دې كار هم ورته ستونزې پيدا كړې، په دې تورن شو چې خور يې هندوانو ته وركړې، لور يې هندوانو ته وركړې او له همدا ډول مذهبي تبليغاتو نه جدي ګټه پورته شوه. كنه د باچا خان او د ده د هېڅ خپلوان خپلوي له هندو يا له نورو غير مسلمانانو سره نه ده شوې. څه ووايم دا يو داسې تور دى، داسې دروغ دي، په يوه اصطلاح چې سړى ورته ښكر باسي. حيرانونكې خبره ده چې هغسې لوى سړى او داسې بې ځايه تورونه. په دې قبايلو كې زه پخپله ګرځېدلى يم، په پټو سترګو به يې ويل چې خان خو ډېره بې غيرتي وكړه، خور يې هندوانو ته وركړې ده. نو ته اوس كور په كور ګرځه او د انګرېز د دې استخباراتي شبكې تورونه ردوه.

پوښتنه: د باچا خان حرکت د لوى افغانستان لپاره و او كه يوازې د كرښې اخوا پښتنو لپاره؟

سليمان لايق: د دې پوښتنې د ځواب لپاره به د انګرېزانو څخه پيل وكړو. انګريزانو په سيمه كې خپلې ګټې درلودې. دا اوس وګورئ ډېر وخت كېږي چې انګريزان له هند څخه تللي خو بيا هم د هند له نيمې وچې سره د برطانوي نظام اړيكې پر ځاى دي. د بېلګې په توګه اوس انګرېزي ژبې په هغه وچه كې دومره نفوذ كړى چې د هند ټول فرهنګ، دفترونه، زده كړه او ... كنټرولوي او يو دليل يې دا هم دى چې په دې ژبه كې كتابونه ډېر دي، پوهه پكې ده. په هر حال كله چې يو ملت د بل ملت د لاس لاندې د ډېرې مودې لپاره پاتې شي، پايلې يې همدا ډول وي او ځينې نورې ستونزې هم وې. كله چې انګرېزان مجبور شول چې د خلكو د مقاومت  او د هندوستان د نيمې وچې د فشار لاندې ورو، ورو دغې سيمې ته ازادي وركړي؛ نو په دې وخت كې ځينې نور تشويشونه ورسره پاتې و هغه دا چې دوى ويل موږ به ووځو او له شماله به كمونيزم راشي او سيمه به اشغال كړي. روس خو يې اساسي حريف و نو طرحه يې داسې جوړه كړه چې دلته بايد يو اسلامي هېواد جوړ شي ځكه چې مسلمانان داسې خلك دي چې د غير دين پر وړاندې له هر څه تېرېږي؛ نو د پاكستان په نوم د مسلمانانو يو داسې هېواد جوړ شي چې نوى منځ ته راغلى وي.

نو اوس خبرې ته راځم يانې كه دلته ټول پښتانه سره يو شي؛ نو د اسلامي حكومت څخه به دوى ګټه واخلي، نو طرحه داسې وه چې افغانستان بايد په همدې حال پاتې شي، غير متحرك، تجزيه شوى او يو كمزورى دولت چې د غربي پاليسي مننونكى وي او همداسې وه. زموږ دولتونه (په خندا) كه يې غوښتل او كه يې نه غوښتل د هغوى د پاليسي لاندې وو. نو همدا وه چې د باچا خان د نظريې مخلافت د انګرېز لپاره يوه مهمه كړنه وه او هغه ټولې لارې يې په خان بندولې چې د لوى افغانستان د بيا جوړېدو نښې پكې ښكارېدې.

له پلوه بايد د روس د مخنيوي لپاره يو متحد اسلامي دولت جوړ شوى واى چې په همدې اساس يې پاكستان منځ ته راوست چې د كمونيزم د پرمختګ مخه ونيسي، البته د دې مانا دا نه ده چې په هند كه داسې څوك نه و چې د اسلامي هېواد د جوړېدو هيلې ورسره نه وې. هلته هم داسې مسلمانان وو، چې د يو اسلامي هېواد د جوړېدو هڅو كې يې برخه اخيسته او دې ته لېواله و چې له دې هندوانو بايد ځانونه خلاص كړي، نو بايد وويشل شي او په سيمه كې دې د مسلمانانو يو نوى اسلامي حكومت رامنځ ته شي. د هند د مسلمانانو د همدې لېوالتيا نه برطانيې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره ګټه پورته كړه، مانا دا يوه تركيبي مفكوره وه، چې پاكستان يې وزېږوه.

بل د هغه وخت د افغانستان د سلطتنتي چارواكو خبره ده. باچا خان په دې پوهېد چې د افغانستان كمزورى دولت د دې ملاتړ نشي كولى او حتى په دې عقيده و چې نه يې كوي. افغانستان حكومت تصور كوه، كه هغه پښتانه بېرته يو ځاى شي او يو ځل بيا د هغې پرې شوې ټوټې په يو ځاى كېدو لوى افغانستان منځ ته راشي نو هلته ته خو خلكو پرمختګ كړى، زده كړې شوي او روڼ اندي پيدا شوي نو دا موږ چې دغلته دا كوچنى افغانستان خورو او د سلطنت دا سره تاجونه مو پر سر كړي، دا به موږ ته پاتې نشي. يانې حاكميت به له سلطنتني نظام څخه يو جمهوري دولت ده ولېږدول شي نو د هغه وخت افغاني سلطتنتي چارواكو ويل چې زموږ ګټه پكې نه وي موږ لوى افغانستان څه كوو؛ نو د خپلو شخصي ګټو په خاطر يې د باچا خان د خوځښت ملاتړ نه كوه، هو په ټولنه كې د ځينو روڼ اندو د تسكين په خاطر به يې يوه سندره ورسره ويله چې والله ظلم ورسره كېږي، دا كېږي او هغه كېږي.

پوښتنه: د پاكستان لاسوهني ته راځوو. دغه لاسوهنه څه وخت او څه ډول پيل شوه؟

سليمان لايق: په افغانستان كې د پاكستان لاسوهنه د دغه هېواد د زېږېدو له ورځې پيل شوې ده او د ضياالحق په وخت كې ورته د عملي لاسوهنې لپاره امكانات پراخ شول. بل په افغانستان باندې د روس يرغل پاكستان ته په دې هېواد كې د لاسوهنې ښه زمينه برابره كړه. هغه خلك چې د هغه وخت د چپ حكومت څخه ناراضه وو او يا يې هغه نه مانه، په ځانګړې توګه د روس له يرغل څخه وروسته همدې خلكو ګډه واخيسته او دسليمان له غرونو جنوب ته واوښتل چې دغې سيمې باندې انګريزانو ((صوبه سرحد)) نوم ايښى و چې د باچاخان يوه مسئله د دغه نوم نه منل هم و چې دا ارمان يې ځان سره ګور ته يوړ.

نو همدا وه چې پاكستان ته په افغانستان كې د عملي لاسوهنې ډېره ښه زمينه برابره شوه. ما څو ځله ويلي دي چې دا دغه وروستى جنګ زموږ نه و، بلكې دا د سوپر پاورانو تر منځ و چې د خپلو اقتصادي ګټو او ستراتيژيو پر سر يې پيل كړ. داسې اسناد اوس هم شته چې كله روسيه دلته راغله ځينې مركزونه په امريكې كې وو چې هغه په دې ډېر خوشحاله شول او هيله مندي ورته پيدا شوه چې اوس به له روسانو د ويتنام غچ بېرته اخلي او پاكستان پكې خپل رول ولوبوه. د هغې ستراتيژي په اساس چې پاكستان جوړ شوى و، تر سلو زيات جنګي كمپونه په دغه سرحد كې جوړ شول يانې د افغانستان د جنوب نه يې راواخله تر ختيځ پورې. دلته د مهاجرينو لپاره كمپونه جوړ شول او دا اوس پټې خبرې نه دي. دوى اوس پخپله دا خبرې كوي، ډېرى جنرالانو يې له دې رازونو پرده پورته كړې ده. هغه جنرال يوسف وايي چې دوى به په څلېريشت ساعتونو كې لږ تر لږه سل ټنه وسله افغانستان ته دننه كوله.

خير دا خبرې اوس ټولو ته څرګندې دي اوس به په دې اړه ډېرو خبرو ته اړتيا نه وي. د دوى همدا نيت و چې دا هېواد اشغال كړي او چې له دوى سره يې مرسته كوله هغو هم د افغانستان د اشغالولو خوبونه ليدل. د افغانستان دننه چې كوم پلانونه طرحه كېدل د غرب څخه به حمايه كېدل چې په سر كې امريكا او ورسره برطانيه وه، ځكه چې شوروي سره په مخامخ سيالۍ كې امريكا ولاړه وه او په دې بنياد پاكستان يو امتياز واخيست چې تدابير به د دوى وي. د همدې جګړې له بركته د پاكستان ISI اداره هم پياوړې شوه، مشورې يې د غربي چيلينجرانو سره يوځاى شوې او له دې طلايي چانس څخه يې د ځان په ګټه او د افغانستان په بربادۍ كې ښه ګټه واخيسته. كنه په يوازې ځان خو دوى د افغانستان غوندې هېواد په مخ كې د يو ماشوم حيثيت درلود. پاكستان  دا توان نه درلود چې دې هېواد ته كږې وګوري، لاسوهنه او ا شغال خو لرې پرېږده.

په دې بحث كې دا يوه خبره هم اړينه ګڼم چې هغه افغانان چې د جهاد په ليكو كې د مركزي دولت پر ضد جنګېدل هغوى هم د پاكستان لاسوهنې ته خوښ نه وو او نه يې غوښتل چې پاكستان دلته واكمن شي، دا د هېرولو خبره نه ده او دا موضوع د يو ګوند يا قوم يا يو كس خبره نه ده بلكې د پاكستان د لاسوهنې پر وړاندې د افغانستان او پكې د ټولو خلكو ګټې تر پوښتنې لاندې راځي او ټول د دې لاسوهنې پر وړاندې له يو سنګر څخه جنګېږي؛ نو پاكستان د همدې خلكو د مېړانې په اساس ناكام شو، هغه خلك چې د جګړو پر وخت له كرښې اوښتي وو په هغو كې هم ډېر كم خلك داسې دي چې د پاكستان په لومه كې به راغلي وي، هغه لښكرې او ولسونه چې په هغو كمپونو كې يې وخت تېر كړى هغوى له ټولو زيات په دې زورېږي چې افغانستان دې د پاكستان تر سيوري لاندې يو هېواد وي. تر دې چې له پاكستان څخه كركه كوي او ځينې خاطرې چې په هغو كمپونو كې له اوسېدو څخه لري چې هلته ورته څارګرو ادارو ځينې رازونه افشا كړي اوس يې دلته وايي؛ نو افغانستان د افغانستان خلكو وساته كنه ضياالحق چې د غرب پيسې ورپسې روانې وې او غرب ورسره ولاړ و او په افغانستان كې له لاسوهنې يې په ښكاره  نه منع كوه، نو يو ډېر ښه چانس په لاس ورغلى و.

اوس زه په دې عقيده يم چې بايد په كړنو او نظرونو كې بدلون راشي، افغانستان بايد له پاكستان سره پخپلو چلندونو باندې غور وكړي.

پوښتنه: افغانستان ته د بهرنيو راتګ او د اوسني حكومت د جوړېدو را په دې خوا، په دغه هېواد كې د پاكستان لاسوهنې په كومه كچه ارزيابي كوئ؟

سليمان لايق: له دوه زرم كال را په دېخوا چې د بهرنيانو او په ځانګړې توګه د امريكايانو راتګ ته زمينې برابرې شوې او غربي هېوادونو د نړيوالو قوانينو په اساس له هغوى سره خپلې مرستې شريكې كړې، په دې موده كې د پاكستان رول يو تابع رول دى. سره د دې چې هڅې كوي چې د بهرنيانو له لارې يو ځل بيا په افغانستان كې نفوذ وكړي خو بيا يې هم څه لاس ته نه ورځي او يو تابع رول لري. پاكستان يو داسې دولت چې په دې اوږدو كې تر ډېره نظامي حكومتي تګلاره لري، پوځ يې ساتي او پرې حكومت كوي چې بېلګې يې په پر له پسې  توګه كودتاوې دي چې دغه پوځ هم د غرب په مرسته ساتل شوى دى. بل دا چې افغانستان اوس هغه پخوانى افغانستان نه دى اوس د پاكستان تر لړمون پورې ورننوتى او ښه يې پېژني. نو كه اوس پاكستان له افغانستان او هند سره سوليزو مفكورو ته لاړ شي ښه به وي كنه له ډېرو ستونزو سره به مخ شي. هغه پيسې چې دوى پر پوځ لګوي هغه بايد پر هغو بيارغونو ولګوي چې ټولنيز پرمختګ وكړي.

خير... لرې لاړ نشو؛ خو زه په دې فكر يم چې اوسمهال په افغانستان كې د پاكستان د نېغو لاسوهنو امكانات ډېر كم شوي دي.

-: مننه لايق صيب.

سليمان لايق: ژوندی اوسې.