له ټولمنلي رسنوال او وياند سپين تڼي سره د مور بي بي په وير کې


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • پوهانددوکتورم.ا.زيار
  • 1103

د يوې-کره پښتو ليکوال، رسنوال او خوږ ژبي وياند ګران او منلي سپين تڼي ته د مور بي بي د مړينې له کبله خپلې ژورې خواشينۍ او خواخوږۍ وړاندې کوم. د مور دمړينې درد د هېواد د مړينې هومره سخت او نا زغموړ دی، او بياپه راتپلې جلا هېوادۍ کې چې د وروستي ليدن ارمان يې هم ورسره غاړه غړۍ کېږي او ټول خواخوږي رانغاړي.
په دې توګه زه هم پر خپل وار له ويرژلي فرهنګی دوست سره په دغه درد او وير کې برخه اخلم، ګردو ويرژړلو اړوندانو او دوستانو ته يې له ستر څښتنه د زغم و تسل او ارواښادې مور بي بي ته يې د تلپاتې جنتونو غوښتنه کوم!


په وير يې ويرمن او په درد يې دردمن
پوهاند زيار