د نړۍ اونيزې د خبريال د وهلو په اړه د ننګرهار ادبي بهير


  • 9 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • نړۍ خپلواکې اونيزې
  • 239

په خورا خواشينۍ خبر شوو چې له ننګرهاره د خپريدونکې او د ننګرهار د وياړ ( نړۍ خپلواکې اونيزې ) يو خبريال (انورالحق يرغل) د پوهې او فرهنګ په دغه سپېڅلې غېږ کې د يو شمېر ناپوهو او نا فرهنګو جنايتکارو او ټوپکوالو لخوا له دې امله تر  زور، زياتي لاندې راغلى چې ولې يې د يوه ولسمشريز نوماند په ملاتړ غونډه کې خپله اونيزه پر خلکو وېشلې؟
ننګرهار ادبي بهير د خپل دغه بهير وال رټنه او توهينول په کلکه غندي، دغه چاره د نا انسانو خلکو کار ګڼي او له قلموالو او ليکوالو هيله لري چې د ( نن پر ما سبا پر تا) ټکي ته په پام سره دې په مېړانه او زړه ورتوب د دغې چارې پوښتنه وکړي.
ژوندي دې وي رېښتيني او پر هېواد مېن فرهنګيان
درنښت
ننګرهار ادبي بهير (ناب)
مشرتابه جرګه ګۍ