عبدالله: د سولي مذاکراتو کي ځنډ د منلو نه دی

عبدالله: د سولي مذاکراتو کي ځنډ د منلو نه دی


  • 5 مياشتي دمخه (17/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 197

 

د ملي مصالحې عالي شورا رییس وایي، د سولې په مذاکراتو کې ځنډ د منلو نه دی او پر خپل وخت به ترسره شي.

عبدالله عبدالله چې د سولې بهیر کې د ښځو ونډې په اړه جوړه شوې ناسته کې خبرې کولې یوځل بیا ټينګار وکړ، چې د سولې مذاکراتي پلاوی به پرخپل وخت بیرته دوحې ته ستنیږي او په مذاکراتو کې ځنډ د منلو نه دی.

د ملي مصالحې عالي شورارییس وایي، د مذاکراتو دویمه مرحله د ځینو شرایطو له بریالیتوب سره تړلې ده او د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ ناسته به د مذاکراتي پلاوی تر بېرته تګ مخکې د هئیت له غړو سره دایره شي.

خو یو شمېر سیاسي شخصیتونه ټینګار کوي، چې د مصالحې عالي شورا ترکیب باید ټولشموله وي او د سولې پروسه کې د تصمیم نیونې نهايي مرجع باندې بدله شي.

په ورته مهال د مصالحې عالي شورا رئیس د جګړې شدت او د ملکي تلفاتو کچې لوړېدل د اندېښنې وړ بولي، خو د سولې پروسه کې دخیل کسان بیا د ارګ له خوا د قدرت د تداوم هڅې د سولې پروسې د پرمختګونو مانع یادوي.