برېتانیا کې د یوې کښتۍ ډوبېدو له کبله ۳۱ مړه شوي

برېتانیا کې د یوې کښتۍ ډوبېدو له کبله ۳۱ مړه شوي


  • 1 اونۍ دمخه (25/11/2021)
  • سمسور نیوز
  • 87

د فرانسې څخه برتانیې ته د کډوالو تلونکې کښتۍ د برتانیې په سمندري کانال کې ډوبه شوې، چې له کبله یې ۳۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. 

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې فرانسوي چارواکو ویلي، په دغه کښتۍ کې ۳۳ تنه سپاره وو، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۱ تنه مړه شوي او یوازې ۲ تنه ژغورل شوي دي.  

د راپورونو له مخې فرانسوي او برتانوي چارواکو د کډوالو په لټه کې د هوایي او سمندري لارو په واسطه د چهارشنبې په ماښام د ژغورنې عملیات ترسره کړي دي.

د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) وایي، له ۲۰۱۴م کال راهیسې چې دوی د کډوالو د مړینو شمېرې راټولول پېل کړي، تر دې دمه دا په سمندري حدودو کې تر ټولو ستر ناورین او لوی ځاني زیان دی.